روغتیانړۍ

سعودي کې هم د کرونا ویروس لومړۍ پېښه تایید شوه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲ کب، ۱۳۹۸ل): د سعودي روغتیا وزارت نن د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په دغه هېواد کې د کرونا ویروس (کووید ۱۹) لومړۍ پېښه ثبت شوې ده.

د سعودي خبري اژانس «واس» په وینا، پر کرونا ویروس اخته کس د سعودي په بندر خپله معاینه نه ده کړې چې وروسته په کې ناروغي تایید شوې ده.

یاد وزارت زیاتوي چې پر کرونا ناروغۍ اخته کس له ایران څخه د بحرین له لارې سعودي ته داخل شوی دی.

د روغتیا وزارت په وینا چې د یاد کس سره اړیکې نیونکي ټول کسان هم تر څیړنې لاندې دي، ددوی بشپړې ازموینې اخیستل شوي چې ټولې پایلې به له بشپړیدو وروسته اعلان کړي.

روغتیا وزارت زیاتوي چې دوی په دې هکله بشپړ ګامونه پورته کړي، د ګاونډیو هېوادونو پولو او د سمندر بندرونو ته څیرمه یې د معاینې لپاره ځانګړي لابراتورونه پرانیستي، تر څو سعودي ته داخلیدونکي کسان بشپړ معاینه کړي.

سعودي اونۍ وړاندې د بهرنیو زیارت کوونکو پرمخ د عمرې ادا کولو لپاره د ټاکلې مودې لپاره سفرونه ځنډولي وو، ددې پریکړې له مخې بهرني زیارت کوونکي نشي کولی چې د عمرې ادا کولو لپاره مکې معظمې او مدینې منورې ته سفر وکړي.

د سعودي چارواکو په وینا دوی د کرونا ویروس مخنیوي لپاره په ۲۵ روغتونونو کې د۸۰زره بسترونو چمتو والی نیولی، ، ۸زره بیړني روغتیایي بسترونه او ۲۲۰۰ جلا بسترونه یې هم چمتو کړي تر څو د یادو پېښو ثبتېدو پرمهال چټک ګامونه پورته کړي.

په منځني ختیځ کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر زیاتېدونکی دی چې یوازې په ایران کې اوسمهال له ۱۵۰۰ زیات کسان اخته شوي او ۶۶ ناروغان وژل شوي دي.

په دې سره د کرونا ویروس له کبله په ټوله نړۍ کې له ۳زرو زیات کسان وژل شوي او د اخته کسانو شمېر نږدې ۹۰زرو ته رسیږي، خو د چین روغتیا وزارت وایي چې اوسمهال یوازې ۳۵زره کسان تر تداوۍ لاندې دي او نور روغ شوي دي.

په افغانستان کې تیره اونۍ د دوشنبې په ورځ د کرونا لومړۍ پېښه ثبت شوه، د عامې روغتیا وزارت هغه مهال یاد ناروغ له خطره بهر وباله، تر دې دمه په هېواد کې نوې پېښه نه ده ثبت شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x