روغتیا

چین کې د کرونا ویروس له امله د هوا ککړتیا کچه ټيټه شوې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳ کب، ۱۳۹۸ل): چین کې د کرونا ویروس په پراخه کچه پراختیا ددې لامل شوه چې په دغه هېواد کې د هوا ککړتیا کچه په حیرانونکي ډول ټيټه شوې ده.

د چین په ووهان ښار کې د کرونا وبا خپریدو له امله په دغه هېواد کې د ورځني ژوند فعالیتونو، د صناعتي فعالیتونو، شرکتونو او د ترانسپورت محدودیتونو سره د هوا ککړتیا هم کمه شوې ده.

د ناسا او اروپایي فضایي ادارې لخوا خپاره شوي د چین نوي عکسونه په دغه هېواد کې د هوا ککړتیا کمښت په لوړه کچه ښيي.

Wuhan pollution drop

که څه هم چینایي چارواکو د ووهان ښار په ځینو سیمو کې روغ شوي کسانو ته بهر ته د وتلو اجازه ورکړې خو بیا هم ملیونونه کسان د کرونا ویروس له کبله په کورونو کې بند دي، تر څو د ویروس مخنیوی وکړي.

له چین څخه خپره شوې خطرناکه وبا تر دې دمه د افغانستان، پاکستان او ایران په ګډون د نړۍ ۶۲ هېوادونو ته خپره شوې ده.

د کرونا ویروس کوم ته چې د (کووید ۱۹) رسمي نوم ورکړل شوی، اوسمهال نږدې ۹۰زره کسان اخته شوي، ۳۰۰۰ وژل شوي او له ۴۵زره زیات له دغې ناروغۍ روغ شوي دي.

تازه راپورونه وایي چې په سعودي، اوردن او تونس کې د کرونا ویروس لومړۍ پېښې تایید شوي دي. په منځني ختیځ کې د وروستۍ پېښو سرچینه ایران ښودل کیږي.

چین وایي، په دغه هېواد کې د کرونا ویروس ناروغان ورځ تر بلې کمیږي، اوسمهال په روغتونونو کې تر ۳۲زرو کم کسان له تداوۍ لاندې دي، مګر نږدې ۴۵زره ناروغان له بشپړ رغېدو وروسته کورونو ته رخصت شوي دي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x