
سکاټ مېلر: د جګړې شدت باید همداسې کم وساتل شي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳ کب، ۱۳۹۸ل): په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان «سکاټ مېلر» وایي، له طالبانو یې تمه داده، چې د جګړې د شدت کموالي ته به همداسې دوام ورکړي.
دغه څرګندونې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند «سني لګیت» د سکاټ مېلر له قوله په خپل ټویټر لیکلي، نوموړي ویلي « د جګړې د شدت کموالی د باور د فضاء جوړوونکی وو، موږ د خپلو دندو په برخه کې ډېر جدي یو او له طالبانو هم د همداسې جدیت تمه لرو.»
نوموړي زیاته کړې «متحده ایالات د خپلو تمو په برخه کې ډېر واضح دي، موږ له طالبانو تمه لرو، چې د جګړې د شدت کموالی به همداسې روان وساتي.»
"The reduction in violence was a confidence builder. We're very serious about our obligations and we expect the Taliban will be serious about their obligations. The United States has been very clear about our expectations—the violence must remain low." – Gen. Scott Miller
— USFOR-A Spokesman Col Sonny Leggett (@USFOR_A) March 2, 2020
سکاټ مېلر وروسته له هغه، له طالبانو د جګړې د شدت د کموالي تمه لري، چې تېره ورځ یو شمېر رسنیو د طالب ویاند له قوله ولیکل، چې ګواکي د دولتي عسکرو په وړاندې د طالبانو عملیات بیرته په نورمال ډول پيل شوي.
تر دې وړاندې د اووه ورځو لپاره د طالبانو او امریکا تر منځ په «اورکم» پرېکړه شوې وه، چې په بنسټ یې، په ټول هیواد کې د جګړې ګراف تقریبا صفر ته را نږدې شوی وو.