افغانستانسولې اړوند خبرونه

د امریکا دفاع وزیر له افغانستان څخه د ځواکونو د ایستلو امر ورکړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳ کب، ۱۳۹۸ل): د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزیر «مارک ایسپر» له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د ابتدائیي  ایستلو امر ورکړی.

ایسپر، چې تېره ورځ یې په پنټاګان کې خبریالانو ته خبرې کولې، وویل « له طالبانو سره د شوې هوکړې له مخې، به په کابل کې زموږ قوماندان سکاټ مېلر د ځواکونو شمېر له دیارلس زره څخه ۸۶۰۰ ته راکښته کړي او د لسو ورځو دننه به له افغانستانه د ځواکونو راوتل پيل شي.»

ایسپر زیاته کړه، په دې لاره کې به ستونزې او مشکلات رامنځته کېږي او لوړې ژورې به پکې رامنځته کېږي

د ایسپر په خبره، تمه یې داده چې د جګړې د شدت کموالی به همداسې روان اوسي او یو وخت به بلکل صفر ته راکښته شي.

یاده دې وي، چې د تېرې شنبې ورځ د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې هوکړه لاسلیک شوه، ددې توافقنامې له مخې به ټول بهرني ځواکونه د څوارلس میاشتو دننه له افغانستان څخه وځي او بین الافغاني خبرې به پیل کېږي.

ددې تر څنګ به امریکا د طالبانو پنځه زره بندیان خلاصوي او طالبان به زر حکومتي بندیان ازادوی، تر څو د دواړو لورو تر منځ د باور فضاء جوړه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x