افغانستانسولې اړوند خبرونه

اجرائیه ریاست د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د خپل پلاوي نوملړ نهايي کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳ کب، ۱۳۹۸ل): د ګډحکومت اجرائيه ریاست د بین الافغاني مذاکراتو لپاره له خپل لوري د ټاکل کېدونکي پلاوي نوملړ نهایي کړی.

د اجرائیه ریاست ویاند «امید میثم» طلوع نیوز ته په خبرو کې ویلي « اجرائیه ریاست او د ثبات او همپالنې ټیم له سیاسیونو او مشرانو سره تر سلا مشورو وروسته د پلاوي نوملړ نهایي کړی او تمه ده ارګ د حکومت د یوې برخې په توګه په هغه کې برخه واخلي.»

دا په داسې حال کې چې یو شمېر سیاسي ګوندونه وایي، حکومت د پلاوي جوړولو په برخه کې هیڅ له دوی سره مشوره نه ده کړې.

څو ورځې وړاندې د ارګ ویاند «صدیق صدیقي» هم  ویلي وو، دا چې طالبان له حکومت سره خبرې کوي، نو ځکه به په پلاوي کې شامل ټول کسان د حکومت کارکوونکی وي.

د ګلبدین حکمتیار د ټکټ لومړی مرستیال «فضل هادي وزین» وایي « متاسفانه حکومت تر دې دمه د سیاسي اجماع په جوړولو کې پاته راغلی او یوازېنۍ هڅه یې داده، چې خپل څو مامورین د مذاکره کوونکو په حیث ولېږي.»

بل لور ته په عامه او ستراتيژيکو اړیکو کې د ارګ سلاکار «وحید عمر» بیا وايي، دوی په دې ټینګار نه کوي، چې پلاوی باید حکومتي وي؛ خو تاکید مو دادی، چې پلاوی باید محدود وي، مؤثر وي او د اسلامي جمهوري افغانستان ارزښتونو ته ژمن وي.»

یاده دې وي، چې تېره شنبه ورځ په دوحه کې د طالب او امریکايي ځواکونو تر منځ د سولې توافقنامه لاسلیک شوه، چې له مخې به یې ټول امریکایي ځواکونه په څوارلس میاشتو کې افغانستان پرېږدي او په لسو ورځو کې دننه به بین الافغاني مذاکرات پيل کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x