افغانستان

اشرف غني ننګرهار ته رسېدلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳ کب، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت مشر اشرف غني د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ نن سهار د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار ته رسېدلی دی.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، اشرف غني به د ننګرهار ولايت له ملکي او امنيتي چارواکو سره د دغه ولايت عمومي وضعيت په ارزونې بحث وکړي او د چارواکو سربېره به له بېلابېلو قومي مشرانو او مدني ټولنو له غړو سره هم وګوري.

ننګرهار ته د اشرف غني د سفر جزئيات نه دي روښانه، نوموړي تر دې وړاندې هم د ننګرهار په شمول ګڼ شمېر ولايتونو ته د سفر پر مهال ګڼې ژمنې کړي، خو د چارو کارپوهان وايي، د نوموړي ژمنې تل يوازې ژمنې پاتې دي او هېڅکله يې نه دي عملي کړي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close