نن ټکی اسیا

د اورکم اونۍ کې تر ټولو ناامنه ولسوالۍ هم خوندي وې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳ کب، ۱۳۹۸ل): د امريکا او طالبانو ترمنځ د اورکم اونۍ پر مهال د افغانستان تر ټولو ناامنه ولسواليو کې هم کراري او امنيت و.

د تېرو کلونو د رپوټونو له مخې پلازمېنې کابل ته څېرمه د ميدان وردګ ولايت چک ولسوالۍ سربېره د غزني اندړو ولسوالۍ تر ټولو ناامنه وې، خو د اورکم اونۍ پر مهال په کې بشپړ امنيت او کراري وه.

د چک او اندړو ولسواليو امنيتي مسؤولينو رسنيو ته ويلي، له تېرو دوو کلونو راهيسې د دې ولسواليو ځمکنۍ لارې تړل شوي، ټولې سيمې يې د جګړې په لومړۍ کرښه بدلې شوي، خو د اورکم اونۍ پر مهال کې هېڅ ستره امنيتي پېښه نه وه رامنځته شوې.

د ملي اردو يوه بریدمل عبدالله طلوع نيوز ته ويلي، چک ولسوالۍ له تېرو دوو کلونو راهيسې محاصره ده، په بازار کې هېڅ ملکي سړی نه ليدل کيږي، عسکرو او پوليسو ته له هوايي لارې مرستې په ډېرې سختۍ رسيږي، خو د اورکم اونۍ پر مهال دوی ارام او خوښ ول او هېڅ کومه امنيتي پېښه نه ده رامنځته شوې.

د جاويد په نوم د ملي اردو يوه عسکر هم طلوع نيوز ته ويلي، چې دوی طالبانو سره هوکړه کړې، چې د اورکم اونۍ پر مهال به يو د بل سيمې ته نه ورځي او نه به پر يوه بل کار لري.

د لائق رحمان په نوم يوه بل پوليس د اورکم له اونۍ خوښي ښکاره کړې او وايي: « زه دعا کوم، چې الله تعالی په ټول هېواد کې امنيت او کراري راشي او جګړه پای ته ورسيږي.»

د غزني اندړو ولسوالۍ هم له تېرو څو کلونو راهيسې د طالبانو له لوري محاصره ده، خو د اورکم اونۍ پر مهال په کې امنيت و.

د ملي اردو او پوليسو ګڼ شمېر افسرانو او عسکرو رسنيو ته ويلي، د اورکم اونۍ پر مهال په ټوله ولسوالۍ کې هېڅ ډز نه دی شوی او دوی په کراره وخت تېر کړی دی.

د خیر محمد په نوم يوه عسکر رسنيو ته ويل: «مخکې به مو، چې له پوستې پر سړک قدم کېښود، ډز به راباندې وشو، خو له هغه وخته، چې اورکم پيل شوی، د ډز غږ يې نه دی اورېدلی او ښه ډاډه تګ راتګ کوي.»

د دې سربېره په لويو لارو او ښارونو کې هم بې ساري امنيت او کراري وه.

د چارو کارپوهان وايي، امريکا هڅه کوله، چې د اورکم اونۍ کې د طالبانو د يووالي او قومندې ازميښت وکړي او امريکايي چارواکو هم ومنله، چې د طالبانو قومنده يوه ده او بالاخره يې د تېرې فبرورۍ په ۲۹مه له طالبانو سره د سولې تړون لاسليک کړ.