د سولې څارنظــر

د دوحې هوکړه؛ د یوه تاریخي پړاو بریا او د نوي پړاو پیل

ذاکر جلالي – د پوهنتون استاد او سياسي چارو شنونکی

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې هوکړه د افغانستان په نژدې تاریخ کې یو کم ساری پرمختګ و چې د نژدې دېرشو دولتونو او نړیوالو سازمانونو استازو په کې ګډون کړی و. دغه هوکړه د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر، ماریک پومپیو په حضور کې په افغان سوله کې د دغه هېواد ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو له خوا ملا عبدالغني برادر لاسلیک کړه. له دې هوکړې سره د افغان ربړې یو مهم پړاو چې هغه د مسئلې بهرنی اړخ و، پای ته رسېږي. د دې هوکړې له لارې امریکا هوکړه کوي چې خپل ځواکونه به د څرګند مهالوېش له مخې له افغانستانه وباسي او له دې وروسته به پر افغانانو بمونه نه شي ورولای او هېڅ افغان نه شي نیولی. په ورته ډول به طالبان هم د هوکړې له لاسلیک وروسته پر بهرنیو ځواکونو خپل بریدونه ودروي. له لاسلیک اوونۍ وړاندې د اورکم پېر وښوده چې طالبان هم یو لاس او تر یوې قوماندې لاندې دي او هم د دوحې هوکړې ته ژمنتیا لري. همدا راز بهرنیو ځواکونو هم د شوو هوکړو کوم ښکاره تخلف ونه کړ.

د لوړې کچې مراسم
د لاسلیک د ورځې له رالنډېدو سره چې د ۱۳۹۸ل کال د کب ۱۰مه او د ۲۰۲۰م کال د فبروري ۲۹مه وه، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دایمي غړو هېوادونو په ګډون د سیمې او نړیوالو سازمانونو د نژدې دېرشو دولتونو د بهرنیو چارو وزیران او استازي دوحې ته ورسېدل. د لاسلیک لپاره کوربه هېواد قطر په ډېره لوړه کچه مراسم نیولي وو. هوکړه د دوحې په مشهور شیراټون هوټل کې لاسلیک شوه. دا داسې تاریخي مراسم وو چې زموږ راتلونکي نسلونه به یې تل یادوي. د دې مراسمو عظمت د وخت په تېرېدو سره لا جوتېږي. په دې ډول د دوحې او په تېره شېراټون نوم له افغان ربړې سره تلپاتې تړاو وموند.

د هوکړې د لاسلیک د لوړې کچې مراسمو وښوده چې د افغانستان د سولې او ټیکاو په تړاو نړیواله اجماع رامنځ ته شوې ده. په دې ناسته کې د امریکا د سیالو دولتونو استازو امریکا سره د ډېر اختلافونو سربېره هم ګډون کړی و. دا ښيي چې دا دولتونه په ډېرو چارو کې د ګټو ټکر لري؛ خو افغانستان ته د سولې او ټیکاو په راګرځولو کې يې ګټې همغږې دي. د دې ترڅنګ د مراسمو لوړې کچې دا هم وښوده چې طالبان نور په مرګ محکوم نه دي او د افغانستان د ټولنې او سیاست یو داسې لوری دی چې نه یوازې دا چې انکار ترې نه شي کېدای بلکې نړیواله ټولنه یې په رسمیت پېژني.

نوی څپرکی
د امریکا او طالبانو ترمنځ اوږدو مذاکراتو او په پای کې يې د دوحې د هوکړې لاسلیک بل مهم پیغام دا دی چې د افغانستان د سیاست یو نوی باب پرانیستل کېږي. په دې معنا چې هغه سیاسي څپرکی چې د ۲۰۰۱م کال په ډسمبر کې د طالبانو په نشتون کې د جرمني په بُن کې پرانیستل شو او افغانستان ته یې د بهرنیو ځواکونو راتګ ته «مشروعیت» ورکړ، نور کارنده نه دی. د دوحې له هوکړې سره په حقیقت کې له بُن پر راپیل شوي څپرکي د بطلان کرښه راکاږل شوه.

که د طالبانو او امریکا ترمنځ د هوکړې متن وګورو سره له دې چې امریکا طالبان واردمخه د حکومت په توګه (د افغانستان اسلامي امارت) نه مني؛ خو دا هم واضحه ده چې اوسنی د افغانستان اسلامي جمهوریت هم نور نفې شوی دی. د هوکړې په متن کې د «نوي افغان اسلامي حکومت» د اصطلاح کارونه ښيي چې د افغانستان او امریکا اړیکې له سره تعریفېږي. په داسې ډول چې پر متقابل احترام بنا وي او د دواړو خواوو لپاره مثبتې وي. امریکا به بیا حق ونه لري چې د افغانستان د راتلونکي دولت د ملي حاکمیت اصل نقض کړي. په زړه پورې دا ده چې له اتلس کلنې جګړې وروسته دواړه غاړې په راتلونکي کې پر مثبتو اړیکو ټینګار کوي. دا ښيي چې امریکایان دې محاسبې ته رسېدلي چې د جګړې دوام نور د دوی په ګټه نه ده او پکار ده چې بدلو شوو شرایطو ته غاړه کښېږدي او له سره خپلې اړیکې د نوو واقعیتونو په پام کې نیولو سره تعریف کړي.

د طالب مشرتابه مثبت پیغام
په دوحه کې د هوکړې له لاسلیک یوازې څو شېبې وروسته د طالبانو د مشرتابه شیخ هبةالله اخندزاده پيغام خپور شو. د دغه پیغام ژبه د پخوانیو هغو په پرتله ډېره بدله او نوي بدلونونه په کې په پام کې نیول شوي وو. طالب مشر دغه هوکړ د ټول افغان ولس «مشترکه بریا» ګڼلې او زیاته کړې يې ده چې «له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځاکونو د بشپړ وتلو او په راتلونکي کې د هېڅ ډول مداخلې د نه کولو تواق یوه لویه بریا ده».
د طالب مشر په پیغام کې بین الافغاني خبرو ته هم زرغون څراغ ښودل شوی. په پیغام کې له امریکايي لوري سره مذاکرات «پېچلي» یاد شوي. پیغام زیاتوي چې د دغو مذاکراتو بریا ټولو افغان لوریو ته دا پیغام ورکوي چې «موږ یوه معقول او عادلانه حل لپاره چمتو یو». مولوي هبةالله اخندزاده په غیرمستقیم ډول له افغان حکومته غوښتي چې له مخالفته لاس واخلي «د کابل اداره دې هم د ولس له مخالفته لاس واخلي».
بل مثبت ټکی د طالب مشر په پیغام کې د خپلو مخالفینو د اندېښنو لرې کولو هڅه ده چې په پیغام کې ورته د «عفوې او بښنې» الفاظ کارېدلي. که څه هم دا الفاظ ځینو لوریو د فتحې په توګه وګڼل او منفي انګېرنې يې ترې درلودې؛ خو مهمه دا ده چې له اتلس کاله جګړې وروسته طالب مشر د هوکړې له لاسلیک سره خپل ټول مخالفین بښي او د غچ او انتقام خبره نه کوي. دغه وړ چلن راتلونکي پړاو ته لار پرانیزي.

د طالب مشرانو درنې څرګندونې
د هوکړې له لاسلیک وړاندې په دوحه کې د طالبانو د ګڼو غړو په منځ کې د ملا برادر په حضور کې مولوي امیر خان متقي خپلو خلکو ته په وینا کې دا هوکړه «د ټولو افغانان بریا» وبلله. متقي وویل افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی. د متقي په خبرو کې راتلونکي بین الافغاني پړاو ته د طالبانو د تیاري څرکونه ښکارېدل. هغه وویل «داسې فکر باید ورکړو چې راتلونکی نظام د ټولو ګډ نظام دی».

د هوکړې په مراسمو کې د طالبانو له خوا د هغوی سیاسي مرستیال او د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر وینا وکړه. ملا برادر له امریکايي لوري سره د شوې هوکړې پلي کېدا ته له خپله اړخ ژمنتیا وښوده. هغه وویل، غواړي «د نظامي او سیاسي قوت په توګه له خپلو ګاونډیانو، سیمې او نړۍ سره مثبتې اړیکې ولري». ملا برادر په خپلو خبرو کې د بهرنیو ځواکونو په وتلو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې هیله لري «افغان ولس د ټولو بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د ارام سا واخلي او سوکاله ژوند پیل کړي».

د ملا عبدالغني برادر په وینا کې بین الافغاني خبرو ته ژمنتیا ډېره مهمه ده. د هغه له خبرو هم ښکارېدل چې طالبان دغه پړاو ته چمتو دي. ملا برادر وویل: «پر ټولو افغان لوریو غږ کوم چې په صادقانه ډول سره د یوه خپلواک او قوي اسلامي نظام لپاره د مذاکراتو مېز ته راوړاندې شي».

د افغان حکومت مخالفت
د دې ټولو شرایطو او ملي، سیمه‌ییزې او نړیوالې اجماع له رامنځ ته کېدو سره هغه څه چې لا هم بدلون ته اړتیا لري، هغه د افغان حکومت دریځ دی. ډاکټر اشرف غني له پیله د خلیلزاد په مشرۍ د دوحې له بهیره ناراضه برېښېده. تېر کال په واشنګټن کې د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب څرګندونې د دې مخالفت ښه بېلګه ګڼلای شو.

ډاکتر غني که څه هم د کابل بهیر په دویمه ناسته کې طالبانو ته د بلا قید او شرط خبرو وړاندیز وکړ. مګر کله چې دوحه کې پروسه پرمخ ولاړه او خبرو کې عملي پرمختګونه وشول، د غني په دریځ کې ورسره شاتګونه راښکاره شول. د دغو خبرو په اړه څو څو ځلي افغان حکومت د سرو کرښو یادونه وکړه؛ خو کله چې له امریکايي لوري فشارونه زیات شول، بیا هر څه بدل شول. د انس حقاني د خلاصون له سرې کرښې تر د اورکم تر هغې ټولې بدلې شوې.

اوس چې طالبانو او امریکایانو هوکړه لاسلیک کړه، ډاکتر اشرف غني تر فشار لاندې ښکاري. په تازه څرګندونو کې چې د هوکړې له لاسلیک یې یوه ورځ وروسته وکړې، د پنځه زره طالب زندانیانو له خلاصون سره یې مخالفت څرګند کړ. اما له مخالفت وروسته ورته ولسمشر ټرمپ ټیلیفون وکړ او د «راتلونکو ګامونو» په تړاو یې ورته وویلې. که څه هم اشرف غني وايي چې ټرمپ په مشخص ډول ورته د زندانیانو د خلاصون نه دي ویلي؛ مګر د دوحې له هوکړې سره سم، بل ګام د زندانیانو خلاصون دی چې بین الافغاني خبرو لپاره باورجوړونه وکړي. اوس پوښتنه دا ده چې ډاکټر غني به تر څو خپل مخالفت ته دوام ورکړي. تېر ته په کتو سره چې د امریکايي لوري د فشار له واردولو سره افغان حکومت له پرمختګونو سره ځان عیار کړی، دا ځل هم همداسې برېښي چې ښايي امریکايي لوری مداخله وکړي. د بندیانو خلاصون ځکه مهم دی چې د بین الافغاني خبرو پیل چې د مارچ لسمه ورته نېټه ټاکل شوې، همدې ګام پورې تړلی دی. ګومان نه کېږي چې امریکايي لوری دې د غني مخالفتونه وزغمي او د بین الافغاني خبرو پیل دې ورته قرباني کړي.

راتلونکی
له دې ټولو پرمختګونو سره سره، هغه څه چې لا هم تت دي، هغه د بین الافغاني خبرو پړاو دی. طالبانو چې امریکايي لوري سره یوولس پړاوه خبرې کړي، تازه یې د دوحې هوکړه لاسلیک کړې، بین الافغاني خبرو ته خپل چمتووالی لري. اوس پوښتنه دا ده چې له کابله به څوک بین الافغاني خبرو کې ګډون کوي. لا هم د مرکچي پلاوي په اړه روڼ پرمختګ نه دی شوی. د دې تر څنګ هم په حکومت کې دننه د غني او عبدالله مخالفتونه تر بل هر وخت زیات شوي او د سیاسونو او حکومت ترمنځ د مخالفتونو واټن ډېر زیات شوی. دا تر خپله بریده یوه اندېښنه ده، اما دا چې په دومره لوړه کچه پیل شوی بهیر دې له خنډ سره مخ کړي، عملي نه برېښي.

کابل کې دغه ډول وضعیت ته په پام سره، داسې نه ښکاري چې د امریکایانو له مداخلې پرته دې حکومت او سیاستوال وتوانېږي چې په لنډه موده کې داسې مرکچي پلاوی وټاکي چې ټولو ته د منلو وړ وي. په دې اساس راتلونکی پړاو بیا د امریکايي لوري ارادې پورې تړلی ښکاري. که دا پړاو یوازې د کابل په انحصار کې پاتې وي، بین الافغاني خبرو بهیر به د غني او د هغه د مخالفو سیاستوالو ترمنځ د سیالۍ یو بل ډګر وي. امریکايي لوری هم ښايي بې تفاوته پاتې نه شي. ځکه ان د دې پړاو د ناکامۍ پړه او هغه هم کابل کې د حکومت او سیاستوالو له امله امریکایانو ته ورګرځېدای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محم بلال

هوالله
جناب مبصر
یک دست اورد عظیم را فراموش کردی
که ان هم ( افغان وژنه) به هر نامی که باشد از مومن تاکافر باید کسره ختم شوند که دراجندای مخفی سند نهفته هست که برای همه برهان وروشن هست که به دهل سایر خارجی های در ونزدیک مستانه بی رقصیم وان نماییم

غلام سخی بکواهی

بلال صاحب تو بگو باید چکارباید کرد برخلاف قانون و شریعت اسلامی خاک ناموس دین خود را تسلیم یهود ونصارا کنیم و دل خوش به صلح بشیم یک شعار یادت باشد یا شریعت یا شهادت هرکسی که خلاف نظام اسلام و پیمان صلح باشد منافق حساب میشود واجب القتل است فقط دعا کن خدا یک صلح بیاره با حاکم عادل که غمخوار ملت شریف افغانستان باشد

الحاج استاذ بیانزی

جلالی صاحب، سلامونه اونیکی هیلی مو ومنۍ ! تر ټولو لمړی پوهنتون کی د استاذۍ مبارکی وایم، تردی زیاته وړتیا او پیاوړتیا ارزو درته لرم. زه هغه یم چه د سیلو خوا کور کی می درسره د غرمی دودی شریکه کړه که له یاده دی وتلی یم راته ولیکه ځان به تردی زیات درته دروپیژنم. اصل موضع شکلی او په حقایقو ولاړی لیکنی دی تل لولم دعاوی درته کوم دواړو ورونو ته دی زمونږ سلامونه ووایاست سره د دی چه لیدلی می نه دی مګر په رسنیو او فیس بوک کی می ورسره خبری رد وبدل شوی دی. مننه د… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x