د نن سرلیکنه

د هوکړه ليک محرمې ضميمې څه دي؟!

نن ټکی اسيا سرليکنه

د امريکې د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو له ان.سي.بي ټلويزيون سره په خپلو وروستيو څرګندونو کې ويلي چې د طالبانو او امريکايانو ترمنځ په شوې توافقنامې کې دوې محرمې ضميمې دې چې د هغوی افشاء کول زمونږ د ځواکونو امنيت له خطر سره مخ کوي.

ښايی د مايک پمپيو موخه له دې څرګندونو څخه د يادې توافقنامې د جزئياتو او د هغې د طرز العمل څرګندونه وي خو په ځينو محلی رسنيو کې ورته داسې انعکاس ورکړل شوی چې ګواکې د طالبانو او امريکايانو ترمنځ په لاسليک شوي تړون کې داسې څه دې چې هغه د يوه سازش په توګه له ولس څخه پټ ساتل شوي.

په اصولي لحاظ د سولې او متارکې دغه ډول تړونونه د محتوی له مخې مجمل وي چې په ځانګړيو ضميمو کې د هغو د عملي کولو ميکانيزم او طرزالعمل تشريح شوي وي.

د طالبانو او امريکايانو ترمنځ د شوې تړون تشريحي ميکانيزمونه همدا ضميمې دې چې مايک پمپيو ياد کړي او رسنيو تري منفي برداشت اخيستی دی.

په يادو ميکانیزمونو کې په افغانستان کې د ميشتو امريکايي ځواکونو د شمير ، د هغوي موقعيت د هغوي د بيرته ايستلو څرنګوالی او توقيتي مهال ويش، پر هغو باندې د بيرته ايستلو پر مهال د طالبانو له لوري د تهاجمي بريدونو توقف، بالمقابل په ټول افغانستان کې د امريکايي بمبارونو توقف، د ډرون او شپنيو عملياتو نه کول او … شامل دي چې دا ټول په مجموع کې په هيواد کې د اشغال پايته رسولو او جګړې د خاتمې لپاره زمينه سازي کوي.

سازشونو او پټ پټانې په هيڅ صورت دافغانستان غميزه نه شی حل کولای او نه هم ښايي طالبان داسې څه ته زړه ښه کړي چې هغه په ولس کې د دوئ ولسي باور زيانمن کړي.

پرځای به وي چې رسنئ هم د خپل رسنيز رسالت له مخې هغه څه منعکس کري چې له وا قعيتونو سره په مطابقت کې په هيواد کې د جګړې له خاتمې سره مرسته وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x