افغانستانسولې اړوند خبرونه

طالبان: دوحې ته له راغلي پلاوي سره یوازې زموږ د بندیانو چارو مسئولین ګوري

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳ کب، ۱۳۹۸ل): په دوحه کې د طالبانو سیاسي دفتر وایي، د ګډ حکومت له لوري له ورلېږل شوي پلاوي سره یوازې ددوی د بندیانو چارو مسئولین ګوري، څو د شپږ زره زندانیانو خلاصون ته لاره هواره شي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «سهیل شاهین» په همدې تړاو په خپل ټویټر کاږي «قطر ته د کابل ادارې له راغلي هئیت سره زمونږ هئیت ندي لیدلي. داسلامي امارت دریځ دادی چې د بین الافغاني مذاکراتو نه مخکې د اسلامي امارت د بندیانو د چارو مسئولین فقط دکابل ادارې د محابسو له مسئولینو سره د بندیانو د خلاصون په رابطه ویني ترڅو تر مذاکراتو وړاندې ۶۰۰۰ بندیان آزاد شي.»

د طالبانو او امریکا تر منځ د توافقنامې له لاسلیک یوه ورځ وړاندې دوحې ته د شپږ کسیز حکومتي پلاوي د تګ خبر ورکړل شو، حکومت ادعا وکړه، پلاوی د طالبانو په غوښتنه لېږل شوی او هڅه به وکړي له مذاکراتو وړاندې له طالبانو سره لومړني تماسونه ونیسي؛ خو طالبانو بیا دا ادعاوې رد کړې.

حکومتي پلاوی داسې مهال په دوحه کې د طالب استازو لیدنې ته په تمه دی، چې ګډ حکومت د پنځه زره طالب زندانیانو له خلاصولو نټه کړې.

د ګډ حکومت مشر وايي، د طالب زندانیانو موضوع د بین الافغاني مذاکراتو لپاره پېش شرط نشي کېدای؛ خو د افغانانو په خپلمنځي خبرو کې د یوې اجنډا په حیث بحث ورباندې شونی دی.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «مایک پمپیو» بیا وایي، د زندانیانو د خلاصولو په برخه کې له ټولو افغان جهتونو سره کار کوي او په خبره یې، ځیني خلګ هسې د رسنیو د پام را جلبولو په هڅه کې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

د ګلبدین او طالبانو اړیکی د کابل دغلامی اداری سره څومره توپیر لری. ګلبدین دکابل غلامی اداری ته مندی وهلی چاپلوسی یی ورته کولی که وکولای شی د غلام کرزی او له هغه وروسته له غلام غنی ورته د تسلیمی اجازه ورکړی څومره یی ځان ذلیله کړو او بلاخره یی یوه بنګله په دار امان کی ورکړه او هغه هم داسی چه کوم حزبی مجاهدین ورته باتی دی هغوی به داعشیان او د طالب مجاهدینو به ضد جنګیږی دا لوی بجث دی مګر ګلبدین د سر ساتلو د پاره ټول معنویات له لاسه ورکړو او د خپلواکی په ځای یی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x