افغانستانسولې اړوند خبرونه

چین: بهرني ځواکونه دې په مسئولانه ډول له افغانستان څخه ووځي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳ کب، ۱۳۹۸ل): د چین د بهرنیو چارو وزارت وایي، بهرني ځواکونه دې په منظم او مسئولانه ډول افغانستان پرېږدي، تر څو امنیتي خلاء رامنځته نشي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند «ژایو لیجیان» دغه څرګندونې نن د چین په پلازمېنه «بجینګ» کې یوې خبري ناستې ته کړې، نوموړي ویلي « بجینګ باور لري، چې بهرني ځواکونه به په منظم او مسئولانه ډول له افغانستان څخه ووځي، تر څو د امنیتي خلاء د رامنځته کېدو او د ترورستي سازمانونو د تقویې مخه ونیول شي.»

د لیجیان په خبره، هیواد یې په تمه دی، چې د طالبانو او امریکا توافقنامه به د افغانستان سولې او ثبات ته لاره هواره کړي او ټول افغان جهتونه به بین الافغاني خبرو ته راټول کړي.

چین داسې مهال د بهرنیو ځواکونو د مسئولانه وتلو غږ کوي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوې توافقنامې له مخې باید ټول بهرني ځواکونه د څوارلسو میاشتو دننه افغانستان پرېږدي.

د امریکا د دفاع وزیر «مارک ایسپر» وایي، په کابل کې یې د خپلو ځواکونو قوماندان «سکاټ مېلر» ته امر کړی، څو په لسو ورځو کې د عسکرو را ایستل پیل کړي او شمېر یې له دیارلس زره څخه ۸۶۰۰ ته راکښته کړي.

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل د طالبانو سره کرښه وه، چې بالاخره یې له اوږدو مذاکراتو وروسته امریکا او ناټو د خپل دې شرط منلو ته اړ ایستل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x