لیکنېنظــر

طالبان ولې د اشرف غني سره په يوازې توګه مذاکرات نه کوي؟؟

محمد فایز
په دې کې شک نشته چې اوسنۍ اداره د اشغال زيګنده ده ، طالبانو د امريکا سره تر تړون مخکې هيواد د غميزې د څخه د خلاصون لپاره څلور اپشنه لرل چې په لاندې کرښو کې به رڼا پر واچوو:

لومړی اپشن: د امريکا سره د ټولو مسائلو حل کول چې په هغې کې د افغانستان کورني موضوعات هم راتلی شوی ، په داسې حالت کې طالبان د کابل واګې په ډېره اسانۍ سره تر لاسه کولی شوی او د نورو افغاني جهتونو حذفول د امریکا په مرسته تر هر څه اسان وو ، په دې هکله طالبانو ته پيشنهادونه هم شوي او که اوس هم تمايل وښيي شايد ډېر څه تر لاسه کړي، مګر طالبانو واک ته د رسيدو لپاره ولې دا اسانه لار خپله نه کړه ؟دا هغه سوال دی چې بايد ژور فکر پروشي خو زما په اند طالب دا اسانه لار ځکه خپله نه کړه چې د ده د اصلي هدف سره په ټکر کې ده او هغه موخه د هيواد استقلال او خپلواکي ده ، چې همدي هدف ته د رسيدلو لپاره يي نولس کاله مبارزه کړي او په زرهاوو شهيدان يي ورکړي ، ځکه چې په دې حالت کې به طالب د خپل هيواد استقلال او خپلواکي تر سوال لاندې راوسته او واک ته د رسېدو لپاره به يي امريکا ته هم يو څه ورکول چې په داسې حالت کې د دوی او اوسني ګډوله نظام تر منځ څه خاص توپير به نه وو ، او د خپلو شهيدانو سره خيانت وو، او افغانستان به په يوه اشغال شوي هيواد تر ابده پوري پاتي کيدو.

نو ځکه خو يي له امريکايي لوري سره يوازې د هيواد د خپلواکۍ په هکله مذاکراتو ته ترجيح ورکړه چې موږ ورته دوهم اپشن وايو:

طالب مرکچې خپلو موخو ته د رسيدلو لپاره امريکا سره يوازي په هغه مسايلو خبرې اترې وکړي چې يوازې پر امريکايي لوري اړه لري ، او هغه د هيواد څخه د بهرنيو قوتونو وتل او د افغانستان کورني مسايل يي بين الافغاني مذاکراتو ته پريښودل که څه هم دوی پوهيدل چې دا به تر ټولو ستونزمنه مرحله وي او شايد له ډيرو ستونزمنو چلنجونو سره مخامخ شي ، خو دا چې طالب خپل هدف ټاکلی وو او هر رنګ کړاوونو ته اماده وو او مصمم وو چې خپل هدف ته بايد ورسي ، نو ځکه خو يي لومړی هيواد ته خپلواکي راوړه.

دريم اپشن : لکه څرنګه چې موږ پوهیږو او وينو چې د کابل اداره خپلې ستونزې لري او يو بل ته په کمين کې ناست دي، طالب هم د دې اختلافاتو څخه په استفاده کولی شوی چې د اوسني ادارې له يوه جهت سره مساله خلاصه کړي ، طالب کولی شوی چې يوازې د اشرف غني د مخالفو جهتونو سره په پټه يا ښکاره معامله وکړي ، او یا دي د غني سره داسې يوه معامله تر سره کړي ، په داسې حالت کې که طالب د هر لوري ترخوا دريدلي وی بل لوری له ناکامۍ سره مخامخ کيدو ، او د طالب سره ولاړ جهت دومره زورور نه وو چې د طالب غوښتنې ونه مني.

خو طالب دا هم ونه کړل ځکه چې طالب د يوه مرفه ازاد او افغان شموله افغانستان شعار له ځان سره درلودو او خپل ولس ته يي د عدالت وعده کړې وه او عدالت هم په هغه وخت کې راتلی شي چې هيڅوک هم د ظلم او غبن احساس ونه کړي.

طالب د همدغه وعدې د تر سره کولو لپاره داسې يو اپشن اختيار کړ چې تر ټولو سخت پړاوونه لري خو پايله يې بيا ډېره خوږه او ډاډمنه ده ، هغه اپشن چې څلورم اپشن دی، او هغه د افغانستان له ټولو جهتونو سره د هيواد ستونزو ته د پای د ټکي ايښودلو لپاره مذاکرات کول دي ، نو طالب هم تر ټولو سخت اپشن غوره کړ او له کابل څخه يي وغوښتل چې د مذاکراتو لپاره داسې يو هيئت وټاکي چې د ټولو سياسي جهتونو تمثيل وکولی شي.

طالب چې د نړۍ له چالشونو او ننګونو څخه سر لوړی راووتو او د خپل سر د نذرانې په بدل کې يي خپل هيواد ته ازادي او خپلواکي راوړله نو په پوره يقين ويلی شو چې طالب به د خپل هيواد د ازادې ساتلو او دولت جوړولو مزل هم په کاميابه ډول طی کړي .

د طالب مخالف بايد په دې پوه شي چې د دوی د اوبو ورخ پرچاو شوی او څه نه دې په کې پاتي ، دوی د عناد او سر زروۍ په ځای له تعقل څخه کار واخلي او پرینږدي چې دا کړيدلی ولس نور هم وکړيږي.

طالب ته د خپل کور قباله له نړۍ څخه ورکړل شوې ، خو کور يي لا تر اوسه نه دی ورتسليم کړی ، خو دا چې طالب په دې هم پوهيږي چې دا کور يوازې زما نه دی په دې کې يي هغه ناخلفه وروڼه هم حصه لري چې پر پرديو يي خرڅ کړی وو ، هيله يي دا ده چې دا ناخلفه ورور په دې پوه شي او طالب مجبور نه شي چې د څپړو په زور يي پوه کړي.

وما علينا الا البلاغ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

فایز صاحب آ الله ج دی اجرونه درکړی ښو ټکو ته دی ګوته نیولی چه ډیر خلک حتی د مشر تابه ځینی طالبان ورونه به هم ورته ډیر متوجه شوی نه وی. مګر د اخری ابشن په اړه هم مونږ اندیشنه لرو او هغه دا چه : بین الافغانی مذاکرات او د حکومت ویشنه : کشکی رشتیا هم رشتونی بین الافغانی مذاکرات وی یعنی طالبانو د اکثریت خاموش سره مذاکرات او قدرت ویشنه کړی وی اکثریت قاطع کی نهه نوی سلنه خلک ګډون لری یعنی طالبان هم د دغه قاطع اکثریت له ډلی څخه دی لا. د کابل غلامه اداره… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x