د سولې څارسولې اړوند خبرونهځانګړي راپورونه

له لسم مارچ مخکې به بین الافغاني خبرې پيل شي؟

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳ کب، ۱۳۹۸ل): ټاکل شوې، چې د امريکا او طالبانو تر هوکړې وروسته د روان مارچ په لسمه بين الافغاني خبرې پيل شي، خو يو شمېر کارپوهان او د سولې چارو فعالان په دې اړه اندېښنه لري.

په اسلام اباد کې د افغانستان پخواني سفیر عمر زاخېلوال ويلي، د بین الافغاني خبرو د پيل لپاره د يوه ځانګړي ټيم جوړولو چارې له خنډونو سره مخ دي.

د زاخېلوال په وينا دا به د کابل حکومت لپاره ډېره سخته وي، له طالبانو سره د خبرو لپاره داسې پلاوی جوړ کړی، چې د افغان ولس رښتينې استازولي وکړی شي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند صديق صديقي ويلي، له طالبانو سره د لومړنيو خبرو لپاره حکومت دوحې ته پلاوی لېږلی دی، تر څو بین الافغاني خبرو ته زمينه برابره شي.

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند محمد سهيل شاهين ويلي، دوحې ته له ورغلي پلاوي سره يوازې د بنديانو کمېسيون مسؤولين خبرې کوي.

د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني هم نن د ننګرهار ولايت په مقام کې يوې غونډې ته وويل، له طالبانو سره د خبرو لپاره به پلاوی وټاکي، خو د دې پلاوي واک به محدود وي.

خو د اجرائيه رياست مطبوعاتي دفتر وايي، له طالبانو سره د بین الافغاني خبرو لپاره يې د سياستوالو په مشوره پلاوی برابر کړی او دا پلاوی به د ارګ د مذاکراتي ټيم برخه شي.

حکومت وايي، له طالبانو سره د خبرو لپاره به يوازې د حکومت په استازولۍ خبرې کيږي او نورو سياستوالو ته په کې برخه نه ورکول کيږي.

افغان سياستوال پر حکومت نيوکه کوي، چې د سولې پروسې د يرغمل کولو هڅه کوي.

طالبان هم وايي، د بین الافغاني خبرو له پيل مخکې د شپږ زرو بنديانو خوشې کول اړين دي.

د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد په خپل ټويټر پيغام کې ويلي، امريکا له دوی سره ژمنه کړې، چې د بین الافغاني خبرو له پيل مخکې به د شپږ زرو بنديانو د خوشې کولو لړۍ بشپړوي.

سياستوال وايي، د حکومت له لوري د جامع مذاکراتي پلاوي نه چمتوالی او د اشرف غني له لوري د بنديانو د خلاصولو د مخالفت له امله کېدای شي بین الافغاني خبرې له ځنډ سره مخ شي او پر لسم مارچ پيل نه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

کچیری ایطلافی طالبان لکه ملا عباس متکبرانه او نامعقوله موقف غوره کړی چی ګورو یی، فکر نکوم چی په شلم د مارچ هم دا خبری پیل شی.

غمی.پښتین

جوړ تازه،
طالیبان هغه تنکی ځوانان چه ځانمرګیو ته یی تربیه کړی ،مغزونه او روحونه یی بندیان کړی دی باید هم ازاد کړی،

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x