نن ټکی اسیا

له لسم مارچ مخکې به بین الافغاني خبرې پيل شي؟

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳ کب، ۱۳۹۸ل): ټاکل شوې، چې د امريکا او طالبانو تر هوکړې وروسته د روان مارچ په لسمه بين الافغاني خبرې پيل شي، خو يو شمېر کارپوهان او د سولې چارو فعالان په دې اړه اندېښنه لري.

په اسلام اباد کې د افغانستان پخواني سفیر عمر زاخېلوال ويلي، د بین الافغاني خبرو د پيل لپاره د يوه ځانګړي ټيم جوړولو چارې له خنډونو سره مخ دي.

د زاخېلوال په وينا دا به د کابل حکومت لپاره ډېره سخته وي، له طالبانو سره د خبرو لپاره داسې پلاوی جوړ کړی، چې د افغان ولس رښتينې استازولي وکړی شي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند صديق صديقي ويلي، له طالبانو سره د لومړنيو خبرو لپاره حکومت دوحې ته پلاوی لېږلی دی، تر څو بین الافغاني خبرو ته زمينه برابره شي.

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند محمد سهيل شاهين ويلي، دوحې ته له ورغلي پلاوي سره يوازې د بنديانو کمېسيون مسؤولين خبرې کوي.

د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني هم نن د ننګرهار ولايت په مقام کې يوې غونډې ته وويل، له طالبانو سره د خبرو لپاره به پلاوی وټاکي، خو د دې پلاوي واک به محدود وي.

خو د اجرائيه رياست مطبوعاتي دفتر وايي، له طالبانو سره د بین الافغاني خبرو لپاره يې د سياستوالو په مشوره پلاوی برابر کړی او دا پلاوی به د ارګ د مذاکراتي ټيم برخه شي.

حکومت وايي، له طالبانو سره د خبرو لپاره به يوازې د حکومت په استازولۍ خبرې کيږي او نورو سياستوالو ته په کې برخه نه ورکول کيږي.

افغان سياستوال پر حکومت نيوکه کوي، چې د سولې پروسې د يرغمل کولو هڅه کوي.

طالبان هم وايي، د بین الافغاني خبرو له پيل مخکې د شپږ زرو بنديانو خوشې کول اړين دي.

د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد په خپل ټويټر پيغام کې ويلي، امريکا له دوی سره ژمنه کړې، چې د بین الافغاني خبرو له پيل مخکې به د شپږ زرو بنديانو د خوشې کولو لړۍ بشپړوي.

سياستوال وايي، د حکومت له لوري د جامع مذاکراتي پلاوي نه چمتوالی او د اشرف غني له لوري د بنديانو د خلاصولو د مخالفت له امله کېدای شي بین الافغاني خبرې له ځنډ سره مخ شي او پر لسم مارچ پيل نه شي.