افغانستاند سولې څارسولې اړوند خبرونه

طالبان: د مارچ تر لسمې به د بنديانو خلاصون خپلمنځي خبرو ته لاره پرانيزي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳ کب، ۱۳۹۸ل): طالبان وايي، له امريکا سره د شوي تړون له مخې پر خپلو ژمنو عمل کوي او له مقابل لوري يې هم ورته غوښتنه ده، چې د کب پر لسمه د تاريخي تړون ټولو بندونو ته ژمن پاتې شي.

د طالبانو له رسمي ادرسه «د ورځې خبره» تر عنوان لاندې مقاله «چې د طالبانو رسمي نظر څرګندونې» کې راغلي، د دوی جنګيالي له امريکا سره په کړي تړون عمل ته ژمن دي او له مقابل جانب څخه هم ورته تمه لري، تر څو د هوکړې ټول بندونه عملي کړي.

طالبان وايي، تر اوسه دوی داسې نښي نه دي ليدلي، چې مقابل لوری «امريکا» دې په دې تړون د عمل لپاره متعهد نه وي، خو چې د روانې مارچ مياشتې د پيل راهيسې، د تړون د عملي کولو موده پيل شوې، بايد دا اساس ونه نړول شي او نه بايد چا ته اجازه ورکړل شي، چې د بنديانو د خلاصون د مخنيوي په بهانه شوي تړون ته زيان ورسوي او په هېواد کې د سولې د راتلو مخه ډب کړي.

طالبان وايي، که د مارچ له لسمې مخکې د پنځه زرو بنديانو د خلاصون چارې په بريا سره ترسره شي، دا به مثبت ګام وي، چې بین الافغاني خبرو ته به زمينه برابره کړي او د تل لپاره به په هېواد کې اوربند او جامع مذاکراتو ته لاره پرانيزي.

طالبان وايي، که د بین الافغاني خبرو پر مهال هره پرېکړه وشي، دوی به يې عملي کوي او په ورته وخت کې يې له سياستوالو هم غوښتي، چې د حکومتي چارواکو د خپلسريو مخه ونيسي او د سولې پروسې د تخريب مخه ډب کړي.

طالبانو هيله ښکاره کړې، چې له امريکا سره د شوي تړون له مخې به د دوی پنځه زره بنديان خوشې او د کابل حکومت به نور هم منزوي شي.

دوی دا اعلاميه په داسې حال کې خپره کړې، چې د ګډ حکومت مشر اشرف غني د مذاکراتو له پیل مخکې د بنديانو له خلاصولو انکار کړی او وايي، دا موضوع بايد په بين الافغاني خبرو کې د بحث وړ وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

۵۰۰۰ طالب ترهګر خوشی کول خو کوم ساده کار نده، باید مخکی له هغه اوربند وشی در څو بین الافغانی خبرو لاره هواره شی. طالبانو لا دا اوس جنګ شروع کړ نه پوهیږم چی د دی جنګ فتوی به کوم د ### ورکړی وی. اشغال ختم نوی جنګ شروع. د څخه دا جوته کیږی چی دا جنګ د اشغال په خاطر نه بلکه د افغانانو د وژلو لپاره وو.

الحاج استاذ بیانزی

د اسلامی امارت اسلامی تحریک ټولی ویناوی او کړنی د الله ج له نصرت او نظارت څخه برخه منی دی هر څه چه وایی او هر څه چه کوی د دوی په ګټه او د کابل د غلامانو او بادارانو د مکرونو او فریبونو ( دروغ ، غلا او درغلیو ) مخه نیسی. هره کړنه کی د طالبانو نظامی او سیاسی دریز لا پسی پیاوړی او د کابل د غلامانو او بادارانو نظامی او سیاسی دریز لا پسی کمزوری او منزوی کوی . غلام غنی د امریکا په مشری د ۵۰ لونډانو فاحشه ده. کور، کالی ډوډی او میکپو بیه… نور لوستل »

مقصود

سلام عليكم! شه به دا واي جه طالبان خبل محبت به جنك باندي بر داخليانو كم نكري او اوركم او دفاعي حالت ته دوام وركي بنديانو جي كلونه د الله د رضا دباره بند كي وه ١٤ مياشتي به هم تيري سي ولي به جنك باندي كافر ته بلمه د اشغال ددوام او د مجاهدينود بدنامي هغه شوم ممكن سري اهداف وي جه افغان اولس او طالبان با يد ورته متوجه وي والله اعلم!!! الله فرمايي اعوذبالله من الشيطن الرجيم يايهالذين امنواصبرو و صابرو و رابطو وتقوالله لعلكم تفلحون أي مومنانو ثابت قدم اوسي استقامت اختيار كي سنكر او خطونه… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x