د سولې څارنظــر

طالبانو ته سپارښتنه او هر کلی او د حکومت نادودې

یونس تنویر
د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې توافق دې، موږ ټولو هیوادوالو ته مبارک وي. دا هیله د هر افغان وه، چې سوله وشي؛ مګر د سولې په دې معامله کې له اوله خنډ اچوونکې ډله موجودې وه. او دا داسې ډله وه، چې د حکومت ټوله شتمني یې په لاس کې وه. او تر اوسه لګیا دي خنډونه اچوي.

د جنک د کمښت اووه ورځې دونه بدنامې وې، چې هره ورځ یې یوه پیغورجنه پیغله وه. او دا ورځې د ځینو ناقصو فیسبوکي اکاونټونو له خوا دونه تورنې شوې، چې هر ورځ به یې د مرګ ژوبلې نادرست پیغامونه خپرول او تر اوسه لګیا دي. مګر سوله د خلکو په یوه قوي هوډ امضا شوه. هغه مبارزین چې د سولې طرفدار و، هغوی د هیواد او ولس طرفدار و. او څوک چې د سولې مخالف ول، هغوی د ولس او هیواد د بربادۍ طرفدار و. مګر هیوادوال ځینې داسې ککرې لري، چې په کالونو کالونو یې دهیواد او د خلکو لپاره قربانۍ ورکړې دي او هره دسیسه به یې ښکاره کوله.

د مجاهدینو خپلمنځي جګړې ددې شاهدې وې، چې لمنې یې سپینو بازانو ورټولې کړې. او د هیواد په زیاتو سیمو کې د امن فضا خوره شوه. ځینو افغانانو، چې دا فرصت له لاسه ورکړ او تشدد یې غوره کړ، نو په یوه وړه دره کې سره راټول شول. او خپله ناقصه مبارزه یې شروع کړه، چې هیڅ د هیواد په خیر نه وه. اوس یې په هیواد کې یو لوی خلل رامنځته کړی او د چارواکو په نوم یې چورواکي شروع ده. زامن او وروڼه یې په موقفونو کې د پیسو په ټولولو مصروف دي. او له ډېرو یې بدماشان جوړ شوي او د خلکو وینې خوري.

مګر د طالبانو واکمنۍ، په تمدني او تیوریکي لحاظ نیمګړې او زیاتره موقفونه یې د جوماتونو له امامانو او کنداریانو سره و، چې د ولس د پرمختګ باعث نه شول. او زیاترو هیوادونو ور سره اقتصادي راشه درشه، نه کوله او زیاتره افغانان مهاجر ول او په پاتو یې بازارونه نه جوړېدل او د اقتصادي تیورۍ له مخې، چېرته چې انساني نفوس کم وي، هورې افتصادي بحران زیات وي، بیا په داسې هیواد کې، چې دایم د جنګ ښکار وي او د تېلو ذخېرې او پرمختللې ټکنالوژي پکې نه وه، تعلیمي مراکز یې نړېدلي او د عربانو ښکار ول.

مګر دا ځل هیله او امید دا دی، چې دوی د پرمختللي نړۍ سره بلد شوي دي. ټکنالوژیکي اړتیاوې ګوري. او د تعلیم له هر بابه باخبره دي. زیاتره هیوادونو یې هوډ مطالعه کړی او د یو نوي باب درلودونکي اشخاص پکې
راټول دي. ان د امریکاه غوندې یو لوی قدرت ورته سر خم کړی او د سولې هوکړه او له هیواده وتلو ته یې مجبور کړي دي.

د امریکاه راتګ یو بل ستر ګواښ و، چې دا دی تر دې دمه یې ډېر افغانان په وینو ولمبول. د کرزي له دورې وروسته په هیواد کې د مرګ یوه داسې وبا ګډه شوه، چې هیڅ رحم یې نه کاوه. او زیات ملکي افغانان ووژل شول؛ مګر چې هر څه و، یو ډول مجبوریتونه ول، چې ډېرو افغانانو خپلې ککرې پکې خاورې کړې.

د ولس سره یوه ډېره ستره جفا د حکومت دا وه، چې چا به د دین تفکر درلوده او امریکاه ته یې د اشغال په سترګه لیدل، هغوی طالبان ګڼل کېدل او حکومتي ادارو کې به دندې نه ورکول کېدې. په تعلیمي لحاظ به یې د سطحو د لوړولو مخالفتونه کېدل. د حکومت ټول مامورین، بلخصوص په کابل کې میشت چارواکو ته به تعلیمي زمینې دونه اسانه مساعدې وې، چې هیڅ اندازه یې نه کېده. د ټولنې له یوه ډله ځوانانو سره په دې لحاظ سخت زیاتی کېده، چې ډېر ژوندي مثالونه یې لرو. او په وروستیو وختو کې یوه ډله قلموال سخت بې رحمانه ووژل شول او یا یې په ملکیت او شخصیت تجاوزنه وشول او سختې تنګسيې ته یې مخامخ کړل. چې ښه بیلګه بې نوید مژده شهید دی.

بمبارد او په کورونو کې د خلکو وژنې، په عامه سرکونو او کوڅو کې د خلکو وژل کېدل، غلاوې او په پیسو او مبایلونو د خلکو وژل کېدل، د ځمکې په غضب او خلک پرې وژل کېدل، تعصب او مذهب پرستي عامېدل او داسې ډېرې د وحشت بېلګې شته، چې سړی یې انځورولو ته زړه نه شي نیوای. په محاکمو، حوزو، څارنوالۍ او په وزارتونو کې د فساد جرړو، د خلکو ژوند تور کړی و.

هیوادوال دغو مظالمو سخت وځپل او د یو شمېر خلکو سره د حکومت عناد دومره سیوا شو، چې ډېرو ته یې دسیسې جوړې کړې. او یو ډول نه په یو ډول یې سخت تنګ کړل.

همدا وه چې د ولس سره مخالف شروع شو. او ولس په ولسمشرۍ انتخاباتو کې هېڅ ګډون ونه کړ، ځکه چې خلک زړه توري شوي ول، او د ارګ هره معامله د سولې خلاف وه.

مګر حقیقت دا دی، چې د حکومت په سیمو کې، اوسدونکي خلک د طالبانو سره د سولې په دریځ کې
ملګري شول او دا درک شوه چې طالبان ددې هیواد زامن دي، نو همدا علت و، چې یوازې په حکومت د شاملو افرادو ګورنۍ ولسمشرۍ ټاکنو ته راووتې او یو صندوق به، یوه کس ډکولو. یا به پیسې ورکول کېدې او یا به مرکزونه په پیسو خرڅېدل. ډاکټر عبدالله ته مې په یوې غونډه کې دا سپارښتنه کړې وه، چې سوله ټینګه کړي او هغه ډاډ را کړ چې په هر قیمت وي، سوله به نه پریږدي او دا به هم نه پریږدي، چې واکمن حکومت د ټاکنو بهیر د ځان په پلوي اعلان کړي. نو په دې وجه نورو ټولو افغانانو دا پروسه ترک کړه او د سولې علني غوښتنې یې پیل کړې، چې ځینې پکې ډېر سخت وځپل شول.

افغان ولس په هر لحاظ سولې ته خوشبین دي. او نه غواړي، چې بیا یې په هیواد کې د داعش پروژه پلې شي. ولس غواړي، چې یو داسې حکومت ولري، چې هغوی پوره خپلو کدرونو ته په ښه سترګه وګوري. او د رقابت یوه داسې عادلانه زمینه برابره کړي، چې هر سړی په خپل وزن کې وتلل شي. او نه داسې تله لکه د اصلاحاتې اداري ازموینې، چې څوک یې خوښ وي، نو د سوالونو کلي ورکوي.

له تاسو مو هیله دا ده، چې له خپلو نظریاتي مخالفینو سره عناد مه کوئ، علت دا دی، چې حکومت د ولس ملکیت دی، نو که دا کار و کړئ، بیا ستاسو او د هغوی ترمنځ توپیر نه شته، موږ باوري یو، چې تاسو به داسې څوک نه شی کېدلای.

هیله مو دا ده چې په ډېره پراخه سینه او د تحمل سره راشئ. علت دا دی، چې دلته خلک له ځینو کارونو سره داسې فطري شوي، که چور بندیز پرې وشي، نو یوه بله غوغا به رامنځته کړي او ستاسو باور به نړیوالو ته سپک معلوم شي. د حکومتونو اکثره کارکونکي نه غواړي، چې دندې له لاسه ورکړي او په دې وجه دوی به له خپلو موقفونو سخته غلطه استفاده وکړي. او د افغانستان ملي پوځ به له خطرې سره مخامخ کړي، ځکه چې که دوی فوځ ته د جنګ امر وکړي، د دوی اصلحه به ختمه شي او بیا به دا فوځ تار په تار کړي، ځکه په دوی چې امریکاه یوه ورځ د امکاناتو بندیز ولګوي، دوی نور هیڅ شی نه لري. او له تاسو هیله کوو، چې که چېرې د داسې حالت سره مخامخ کېدی، نو ولسونه به ستاسو تر شاه ودریږي او پرې به نه ږدي، چې دوی له فوځ څخه غلطه استفاده وکړي، ځکه دوی کولای شي، فوځ استعمال کړي. او فوځ کې هومره سیاسي بصیرت نه شته، چې دوی ته (نه) ووایي. خدای مه کړه یو بل بحران به راشي، خو په هر صورت تاسو داسې راشئ، چې دې ټولو کلي مو په لاس کې اخیستې وي، او ځینې پخواني چارواکې په داسې حالاتو که ښه تجربه لري، خصوصا، حامد کرزي.

مګر ګه هر ډول کیږي ددغې فاجعې مخه باید ونیول شي. او تاسو باید دا قیمت ادا نه کړئ. نو یو ډول له تدبر او حوصلې سره راشئ. خلک پریږدئ، چې دیموکرات ژوند وکړي، ولې دا مه پریږدئ، چې نظام مو دیموکرات شي. خلک پریږدئ، چې له سیمیزو قوانینو پرواز وکړي، ولې نظام مه پریودئ، چې له قوانینو والوزي.

د حکومت د شایستګي دعوه ضرور وکړئ، ولې خپله موفق پرسته او پیسه پرسته مه کیږئ. د شهیدو افغانانو کورنۍ وپالۍ؛ هغه که په فوځ، ښار، کوڅه، غره او کلي کې وي. مګر نور ددې ډلې نومونه سره یو کړئ.

راشئ هیڅوک مو مخالفت نه شي کولای، هیواد زموږ دی او د هیواد زامن تاسو ته هرکلی کوي. تاسو خپل مبازرین وروڼه کڼي. یوازې له تاسو عام خلک نه دي وژل شوي؛ بلکې حکومت په شعوري توګه له تاسو دری برابره خلک وژلي او تبا کړي یې دي.

داعش یوه داسې پروژه وه، چې د سولې په خبرو کې ورکه شوه . په دې هیواد کې هیڅ وخت چټله فلسفه نه شي پاتې کېدای. او که تاسو په حقه نه وی، دونه لوی قدرت سر درته نه شو خم کولای. اوس چې هر څه شوي دي یا ښه او یا بد دي، مګر ولس په دې پوه شوی، چې سوله تر هرڅه ضروري ده.

تاسو هیڅ وخت د حزبیانو په شکل مه راځئ، چې یو سپینږیری عالم حکمتیار یې په دسیسو کې ګیر او خلکو ته یې سرټیتي معرفي کړ. دوی سخت د شیطاني سیاست درلودونکي دي، لکه ټولو چې په انګلستان کې سیاسي فلسفه لوستې وي، هغه هم یهودي سیاست فلسفه.

موږ قلموال، د هیواد د خیر او بقا لپاره ولاړ ځوانان به ستاسو ملګري، او ستاسو د مبارزې ملګري شو، هیڅ څوک به پرینږدو، چې د ولس واک څخه نامشرع ګټه پورته کړي. نو تاسو هر کله راشئ او پخیر راشئ.

ستاسو سوله د ولس سره ده. د یو څو په نامه چارواکو سره نه ده. او ولس دا چارواکي په یقیني مانا نه غواړي. او حکومت د ولسونو ملکیت دی، ولس چې څه غواړي هغه به کیږي . ولس ژمنتا او ارامي غواړي، عدل غواړي او نظام غواړي. ولس فضلي او محب نه غواړي، چې حکومتي دربارونه یې لکه د نیکه میراثونه نیولي دي. ولس نادرخیل او عبدرحیمزي نه غواړي، چې یوازې په کانګریټي دفترونو کې دې ډبل معاشونه اخلي. او ولس دې بې سرپنا ګرځي. ولس د محقیق او خلیلي هزاره نه غواړي، بلکې د رمضان بشردوست هزارو ته هم موقفونه او مقامونه غواړي. ولس د مسلمیار مامورین نه غواړي او هغه ته ګټه رسونکي چورواکي نه غواړي.

موږ ولسونه د نظام ملګري یو. د چارواکو ملګري نه یو. افغان ملي فوځ د نظام برخه ده. او نظام د ولس تشکیل دی. ولس نه غواړي چې خپل وروڼه ددغو چورواکو د ناقص استعمال ښکار کړي. او ولس حق لري، چې خپل مال وساتي او فوځ د ولس زامن او وروڼه دي، موږ هیڅ وخت ستاسو جګړې ته خپل زامن نه شو درویستلی، راشئ ښه ډاډه راشئ، د چا غورې او پشې مه منئ، په سولیز ډول راشئ. موږ درته مخته یو او که بیا موږ چا وویشتو تاسو یې وولئ.

تاسو راشئ، موږ باوري یو، چې موږ ولسونو ته به خپل حقوق راکړائ شي. عدالت به خور کړائ شي. تعصب به ووژل شي. کدرونه به وپېژندل شي او د ولس ستونزې به درک کړائ شي. ولس حکومتي موقف نه غواړي، بلکې ارام ژوند او کاري زمینې غواړي.

په درنښت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

تنویر صاحب ! ډیره مننه سلامونه او نیکی هیلی مو ومنی ! الله ج دی اجرونه درکړی ، ډیرو ورته لیکلی مګر هغوی چه سرسام شوی او یا په نشه توکول دوږد شوی بی ارزښته دی په مفتو ډالرو روږد شوو ته خپل ناموس هم ارزښت نه لری اشغالګرو ته یی قضایی مصونیت ورکړو قضایی مصونیت کی به مقاومت څه کړی د شکایت حق او صلاحیت هم نه لری هغه اشغلګر چه د دوی په کورونو څارنه او ساتنه کوی د دوی په کورونو کی تر دوی په هر څه کی د اولیت حق او صلاحیت لری نو دوی ته… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x