افغانستان

تېرو دوو مياشتو کې افغانستان کې جنګېدونکو ۱۴ پخوانيو برتانوي عسکرو ځانوژنه کړې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳ کب، ۱۳۹۸ل): له يو درجن زياتو پخوانيو برتانوي عسکرو، چې په افغانستان کې جنګېدلي وو، يوازې په تېرو دوو مياشتو کې ځانوژنه کړې ده.
د برتانيې ټايم ورځپاڼې ليکلي، يوازې په تېرو دوو مياشتو کې په افغانستان کې پخوانيو جنګېدونکو څوارلس برتانوي عسکرو ځانوژنه کړې ده.
د برتانيې د پارلمان غړي جوني ميرسر ټايم سره په خبرو کې ويلي، هغو ځانګړو ځواکونو، چې د افغانستان په جګړه کې يې برخه اخيستې وه، د هغوی ځانوژنې کچه زياتېدل د اندېښنې وړ ده.
د خلکو او پخوانيو عسکرو د چارو وزرات وايي، برتانوي عسکرو له ۲۰۰۲ کال راهيسې تر ۲۰۱۴ پورې په افغانستان د هيريک په نوم عملياتو کې برخه اخيستې وه. د ۲۰۱۴ تر پايه ۴۵۳ برتانوي عسکر د دغو عملياتو پر مهال د وسله والو مخالفينو له لوري په بمي چاودنو او مخامخ جګړو کې وژل شوي وو.
د وروستيو ځانوژنو په اړه د برتانوي پارلمان غړي جوني ميرسر ټايم ورځپاڼې ته ويلي، د عامې روغتيا وزارت پلان لري، د پخوانيو برتانوي عسکرو د عصبي ناروغۍ د درمنلې او ستونزو په لاملونو او درمنلې کار وکړي.
د ښاغلي ميرسر په وينا د پخوانيو برتانوي عسکرو د عصبي ناروغيو او ځانوژنې تر ټولو ستر لامل له جګړې وروسته ذهني فشارونه، د نشه يي توکو کارونه او قرضداري ده.
نوموړي ټايم ورځپاڼې ته ويلي: «موږ بايد پوه شو، چې د دغو عسکرو د درملنې لپاره په کوم ځای او کوم وخت کې مداخله کولای شو.»
تېر کال هم د برتانيې حکومت ويلي و، د پخوانيو عسکرو د عصبي درملنې او ستونزو د مخنيوي لپاره بوديجه ځانګړې کوي.
برتانوي رسنيو د دفاع وزارت د چارواکو له قوله ويلي، دوی د پخوانيو عسکرو سربېره د برحاله پوځيانو د درملنې او ستونزو د مخنيوي لپاره ځانګړی پلان په نظر کې لري، تر څو د دوی د عصبي او عقلي ناروغيو مخنیوی وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x