لیکنېنظــر

یوې بلي امپراطورۍ شکست وخوړ

مفتي محمد عیسی نبیل

تېر څلویښت کلونه، که څه هم افغانستان دجګړو، بربادۍ او تباهۍ شاهد پاتې شوی خود اسیا د زړه دغه نومیالي او اتل شازلمي دتېر په څېر یو ځل بیا یوې لویې امپراتورۍ ته په یوه معجزانه شکل تاریخي ماتې ورکوي او ددوی ټول شوم اهداف له خارو سره خاوري کوي.

د افغانستان دغه مېړانه  به د افغان ولس د اووه زره کلن تاریخ یوه وړه ، خو له سیاسي، اقتصادي او ټولنیز پلوه به یو ځانګړې او ارزښتناکه برخه جوړ وي.

د نړۍ هغه خدای ناشناس او جاهل خلګ چې د کامیابۍ راز یواځې د مادیاتو په زور مني، کله دا فکر هم نه وو کړی چې دا افغانستان دغه خوار او غریب اولس، دشوروي اتحاد(امپرالیزم)سره دجهاد، له ستړیو،او ټوک ټوک بدن وروسته  دي دنړۍ بل لوی ښامار ، ناټو(سیکولرزم) هم  پر ګونډو کړي.

دوی د امپریالیزم اوسیکولرزم له ډاره خپل ټول فکر، عقیده او حتی لباس لدې ډاره واړاوه چې ګنې اسیا د یوې یا د بلې امپراطورۍ لاس ته ولوېده چې ممکن لدې وحشي او خونړیو پنجو وژغورل شم. خو افغان مېړنیو دغه دواړه ښاماران یو په بل پسې د ایمان او وجدان په توره  ووهل او د آسیا د عزت او پت شمله یې جګه او هسکه ودروله .

. اقبال هسي نه دي ویلي:

اسیایک پيکر آب و ګل است . ملت افغان در آن دل است. از فساد او فساد آسیا . از کشاد او کشاد آسیا.

علامه اقبال چې افغان ملت د اسیا زړه بولي ، د افغان مجاهد اولس کې دغه مېړانه، غیرت او جوهر لیدلی و.

چې دا نه ستړی کېدونکی اولس اسیا د نړۍ له هر ښاماره ژغورلای شي، نن چې افغانان د نړۍ له بل سره ښامار سره   داشغال دخاتمې  تړون لاسلیکوي، نړۍ ته دا ښیي چې افغانستان یواځي د افغانانو کور دی او هیڅ استعمارګر ته اجازه نه ورکوي چې خپل ناولی تمدن او فکر دلته رایج کړي.

تاریخ به دا ورځ په خپلو زرینو پاڼو کې ولیکي خو دا ځل به د دې سترې میړانې او بریا مډال د دې اولس ځوان قشر طالب جان ته ورکوي او وبه لیکي: چې لسمه د حوت هغه ورځ ده چې سپينه ماڼۍ د سپيني پګړۍ پښو ته وغورځېده؛ ځکه د همدې خړې حجرې طالب جان له هغو سترو کفري او غیر کفري قوتونو سره په تش لاس داسي وجنګېدی چې هیڅ وېره ‎او ډار یې احساس نکړ، نه یې په دې لار کې دهیڅ ملامتونکي  دملامتۍ پروا وکړه، نه يې دتهمتونو، لساني اوفکري جګړې،ډول ډول انتقادات حتی دخپل کور وګړو،(ښځه،پلار، وروڼو..)تهدید امېزه خبرو مخه ډب کړه .

لله الحمد نن د دې خړې حجرې دا طالب جان خپلواکي اخلي او اشغال ته د پای ټکی ږدي. زه ټول مسلمان ملت ته او په خاصه توګه د اسیا د زړه دغه شمله ور او زړور ملت ته د زړه له کومي مبارکي ورکوم.

او هغه ټولو طالب ضد کړیو ته دعوت ورکوم چې راځئ دغه متعهده ، دین پرسته، شجاع، طالب جان سره کښینو او یو تلپاتي دایمي سوله دې وطن ته راوړو.

دسوکاله او ارام ژوند په هیله .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x