نړۍ

پوټين وايي، د همجنسبازانو د ودونو مخنيوی او پر خدای ايمان باید د اساسي قانون برخه وګرځول شي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳ کب، ۱۳۹۸ل): د روسيې ولسمشر ويلاديمير پوټين غواړي په اساسي قانون کې د نوو بدلونونو له مخې بايد د همجنسبازانو ودونه منعه او پر خدای ايمان لرل لازمي شي.

د روسي رسنيو د رپوټونو له مخې ولسمشر پوټين هوډ لري، چې په ټول هېواد کې د سړيو ترمنځ او همدارنګه د ښځو ترمنځ ودونه په قانون کې منعه وګرځول شي.

په نوي اساسي قانون کې د بدلون يوه برخه دا هم په نظر کې نيول شوې، چې د روسيې خاوره به بهرنيانو ته نه پرېښودل کيږي او که دا ماده تصويب شي، نو د کريميا پر ټاپو به د روسيې دعوه نوره هم ټينګه شي.

ويلاديمير پوټين له تېرو شلو کلونو راهيسې د روسيې د لومړي وزير او يا هم د ولسمشر په توګه دندې ترسره کړي، د ولسمشرۍ څلورمه دوره يې په ۲۰۲۴ کال کې پای ته رسيږي، د يوه دوديز سياستوال په توګه د روسيې پخوانيو ارزښتونو، د مذهبي دودونو او کليسا د اثر زياتولو لپاره يې هڅې پيل کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x