ټولنیزه برخه

فيسبوک او ټولنيزي رسنۍ

  قدرت الله شهاب

فيسبوک ټويټر يوټيوب انسټګرام او داسي نوري ټولنيزي رسنۍ چه نن سبا يې کارونکي ډير زيات دي او بيا په خصوصي توګه فيسبوک او ټويټر باندي زموږ ده پښتنو شمېر ډېر زيات دي چي پکښې  ده هري طبقې او هرقِسم مفکورې لرونکي خلګ وجود لري، پر فيسبوک او ټويټر وخت ناوخته پر   سياسي اجتماعي معاشرتي او نورو موضوعاتو باندې نشريات او ژوندۍ بڼه بنډارونه کيږي، کامينټونه کوي خپل نظرونه ده نورو سره شريکه وي سياسي تنقيدونه کوي چه دا هرڅه ده هر چا حق دي ده.

يو چا سره پر سياسي او نظرياتي اختلافاتو يا پر کومه  موضوع خبري کول د هر چا خپل حق دي دا کومه بده خبره نه ده  د ادب په چوکاټ کښې پر چا باندې نقد کول هم صحيح دي هغه نقد چه ستاسره  دهغه په هکله قوي دليل  وجود ولري  خو متأسفانه موږ پښتانه بيا بل شانتي سياست او سیاسي بحث کوو بلکې نن سبا خو تقريباً پر سوشل میډیا باندې ده پښتنو پيژندګلو په ښکنځلو او سپکو سپورو ويلو باندي کيږي.

که پر فيسبوک ټوېټر باندې چيري هم يو ده پښتو پوسټ  يو ليکنه ګوري نو لاندې به حتماً يو څو په پښتو ښکنځلې وينې چه ډيري بدي او ناوړه خبري به ليکلې وي بعضي خو چې ډيري ښکنځلې ليکي او ډير وه چاته بد رد  کاږي هغه ته خلګ غټ سياسي او انقلابي وايي.

که چيري ده يو چا څخه ده  د هغه د اعتراض پر اساس کوم دليل يا ثبوت وغواړې نو دښکنځلو او چپه خبرو سره سره دي ده پښتونولۍ څخه هم و باسي او قِسم قِسم فتواوي  او نومونه به در باندي کښېږدي  او ځان ته به ده پښتانه قام ټيکداران هم واي هغه پښتو ژبه چه ده پښتنو ده بهادري او ده غيرت خبري به په کيدي نن سبا صرف او صرف د ښکنځلو له پاره کاريږي.

ډير د شرم ځاى دى ډېر د افسوس ځای دی موږ خو پر نورو قامونو تنقيدونه کوو چه زموږ سره دا ظلم کيږي دا ناروا کيږي حال دا چه موږ په خپله ده خپل قام او د ژبي دښمنان يو، دا هيڅ لازمه نه ده چه ټوله دنيا دي ستا ده فکر او نظريي ملګرې وي   کيداي سي چه ستا د فکري او نظري تګلاري  سره خلګ اختلاف ولري نو ده هغه ذات يانظريې ته سپاکوى د مسئلې حل لاره نه ده خو بلکه که چېرې يو څوک داسي ليکنه وکړي چه هغه ستا ده فکر او سوچ مخالفه وي نو ته هم ده دليل او ادب په چوکاټ کې دننه وه هغه ته ځواب ورکړه که چيري ستاسره دليل يا ځواب نه وو نو ښه خبره داده چه هلته چپه خوله پاتې سي نه دا چه ته پر هغه د کفر فتوي ولګوي يا ده هغه بيعزتي وکړي.

نن سبا خو دومره تباهي ده چه نه شاعر اديب نه عالم ملا نه سياسي قامي مشر يو هم ده ښکنځلو څخه نه دي خلاص که چيري دکوم شاعر شاعري مي نه سي خوښه ده ديو عالم وينا مي نه سي خوښه ده يو سياسي مشر وينا مي نه سي خوښه نو بيا موږ د دوي تر مور او خور پوري رسو .

موږ هميشه دا چغي وهو چه زموږ دښمنانو نړي ته زموږ ناوړه او غلط انځور پيش کړي دي حلانکه موږ په خپله ودنيا ته زان جاهله بد اخلاقه بد زبانه پيش کوو ،اي پښتنو لږ سوچ وکړي لږ دنيا ته وګورئ دنيا وال ټول پر موږ خاندي موږ چه په کور کلي کي کومي تربګنۍ او دښمني کوو هغه اوس پر سوشل ميډيا هم پالو تر کمه پورې به موږ ده جهالت په دا تورو تيارو کي اوسو ،، بس اللّٰه ج دي پر موږ خپل رحم وکړي اللّٰه ج دي موږ ته اتحاد اتفاق او ورورولي را نصیب کړي.
امين

چه ژبه سپکه کړي سپکيږي هغوي
چه ژبه ورکه کړي ورکيږي هغوي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x