د سولې څارنظــر

افغانانو! لويه فتحه مو مبارک شه ويې ساتئ!

د،ب ،هيښ

نصر من الله وفتح قريب
د افغانستان او نړۍ په تاريخ کې دا بری چې:

د حق  برياليتوب په باطل باندې

د ايمان برياليتوب په بې ايمانۍ باندې

د ازادۍ برياليتوب په غلامۍ باندې

د خپلواکۍ برياليتوب په اشغال باندې

د سولې برياليتوب په جنګ باندې

د عقل برياليتوب په جهالت باندې

د تدبير او تفاهم برياليتوب په زور باندې

د اولس برياليتوب په استبداد باندې

د مينې برياليتوب په جفا باندې

او د انسانيت برياليتوب په حيوانيت باندې دي.

ټول په خپلواکۍ مين  افغان اولس ، د هغوی اصيلو قهرمانو او مبارزو  زامنو طالبانو کرامو ، د افغانستان د خپلواکۍ د جبهې مدبرو او معززو مشرانو او دنړۍ ټولو ازادۍ غوښتونکو اولسونو ته  د مبارک وي.

الله پاک دې دهغو بې شميره شهيدانو ارواح ارامه او په جنت و نازوي ، چې د خپلو وينو او ژوند په قېمت يې دا کاميابي د افغان اولس نصيب کړه.

که د افغانستان تېر تاريخ ته وګورو زموږ اولس د بهرنيو يرغلګرو او اشغالګرو سره د مبارزې او مقاومت او په هغوی د کاميابيو او فتحو ډېر  داسې افتخارات او سوابق  لري ،چې  ددې خاورې بهرني دښمنانو ته يې د خپلواکۍ په عقيده او انګېزه لرلو سره ماتې ورکړې دي او دهغوی د ناولی حضور او وجود نه  يې دا خاوره پاکه کړې ده.

د چنګيزي بربريت سره مقابله ،  دصفوي وحشت له منځه وړل ، د انګريزي  استعمار ختمول ، د  شوروي اتحاد د نظامي او کلتوري يرغل او سوسيال امپرياليزم  د تسلط پای ته رسول او د داخلي  تنظيمي شر او فساد رېښې ايستل يې يو څو مثالونه دي چې افغانانو  د انساني ټولنې د يو ارزښتناکه  اصل(خپلواکۍ )د حصول  بقا او دفاع د پاره په څومره  شور او شعور مبارزه کړې ده او په دې لاره کې يې څومره سرښندنې او قربانيانې ورکړې دي   او فی الحاله يې   د نړۍ د ستر نظامي -تخنيکي -اقتصادي او شيطاني قدرت امريکا او مؤتليفينو د ظالمانه او وحشيانه اشغال نه د خپل وطن او اولس په  خلاصولو  ددې خاورې د اوسيدونکو  د ځلانده تاريخ او د ازادۍ او خپلواکۍ سره د ذاتي او طبيعي ميني د لرلو يو بل ثبوت او سند د جهان په تاريخ کې ثبت کړ  او عملاا يې وښودله چې  زور او فشار به مؤقتاا وحشت جوړ کړي  ، د انسانانو د وينو سيلابونه به جاري کړي   ،  اولسونو به د تنظيم شوي ترور او هدفي وژنو  په اور کې وسوځوي ، د قومي ،ژبني ، مذهبي او سمتي فتنو جوړولو ته به اقدام وکړي او ځاني   او مادي خسارات به پرې تحميل کړي ،لاکن د خپلواکۍ او خود اراديت جذبه ، احساس او عقيده يې نه شي له منځه وړلئ او اخر به په شرمناکه توګه خپله ماتې مني او د اولسونو د حق موقف ته  به چې د خپلواکۍ لرل دي  تسلمیږي.

تېرو ترخو تجربو  ته په کتلو ددې وخت او فرصت دئ ، چې د کبر او غرور په ځای د تولېرانس او زغملو غېږې يو بل ته خلاصې شي . د نفرت ، کينې ، تعصب او حسد ويروسونه    چې د اشغال ، اوږدې  جګړې او دوامداره استبداد  محصول او د اشرارو او خايينو عناصرو له لوري يې د انتشار کوښښ شوئ په اسلامي ارشاداتو او افغاني کلتور  محو او په ځای يې د زړونو د  وصلت ، مينې ورکولو ، همکارۍ او وطن او اولس ته د  خدمت کولو اصل رواج  کړو.

جهان او بشر ته عملاا وښيو چې افغانان نه يوازې د خپلواکۍ د اخستلو جرائت ، همت او ظرفيت لري ، بلکې د هغې د ساتلو او پاللو وړتيا هم لري.

د افغانستان د تاريخ په دې حساسه پړاو کې ددې لويې فتحې چې د خپلواکۍ حاصلول دي  د تدوام ، ساتلو او پالنې لوی مسؤليت د افغانانو په اوږو دئ ، چې په پوره دقت ، صداقت او اخلاص يې بايد ادا کړي او نور دا لويه کاميابي چې د لکهاوو  افغانانو د وينو او ځان قربانولو په قېمت حاصله شوې ده د شخصي ،ګروپي ، سازماني او ګوندي غرضونو او مفاداتو قرباني نه کړي.

ژوندی دې وي افغانستان

تل دې وي ازادي، خپلواکي، سوله او عدالت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x