لیکنېنظــر

افغانانو دریمه مغروره امپراطوري «امریکا» هم ماته کړه

شهاب لیوال

زمونږ افغانان عجیبه با عزمه او متین خلګ دي ،الله تعالی عجیب غیرت ورنصیب کړی ؛ تل یې دنړۍ هغه یکه تاز او سوپر ځواکه هیوادونو غرور ورمات کړی چې نړۍ یې شخصي مالکیت ګڼلی.

لومړی سوپر ځواک انګلیس:
کله چې انګلیسانو خپل سرتیري د اشغال په تکل دې خاورې ده مرش کړل، په کال( ۱۹۱۹ م)کې دافغان او انګلیس تر منځ ورستې او دریمه خونړی جکړه را منځ ته شوه ،په یادې جکړه کې افغانانو بریا خپله او انګلیسي قوتونه یې وتلو ته اړ کړل د تاریخ پاڼو کې یادې جګړې ته دټل جګړه وایي هغه جګړه چې بلاخره د انګلیسی سوپر ځواک په صفر ځواکیدلو تمامه شوه.

دویم سوپرځواک روس:
روسانو افغانستان ته مخه کړه افغانستان یې د یو څو لاسپوڅو په مټ اشغال او دافغانانو سولیز ژوند یې وران او تحمیلي جګړه یې پرې ونپله.

روسانو نهه کاله جګړه پرمخ یوړه ،وحشت بربریت او هغه غیر انساني کړنې یې سرته ورسولې چې تاریخ یې بیا تکرار نشي لیدی ،افغانانو بلمقابل جګړه پرمخ یوړه ضعیفي یې ونکړه روسانو ته یې داسې تاریخي ماته ورکړه چې ترننه پر پښو شوي نه دي او متحده جماهریې تیت برک او دتل له پاره له منځه لاړل.

په (۱۳۵۸ )کې را ننوتل او په کال( ۱۳۶۷ )کې له افغانستان ووتل.

افغانانو روسانو او بیا د هغوی کمونست افغانما رژیم ته سخته ماتې ورکړه ،خو بدبختانه چې دافغانانو له وینو ناولې استفاده وشوه ،خپل منځي جګړه منځ ته راغله جهادي احزاب په سمتي ،قومي او نژادي احزابو بدل شول ،او هغه خپل کړې داعیه یې هیره شوه چې دروسانو په مقابل کې یې کاروله (اسلامي نظام ).

ولس دحزبي پاټکیانو له ظلم او وحشت نه دومره ستړي ول چې په روسانو یې شکر کاوه ، بلاخره له خړې حجرې یو توند یون او پاڅون پیل شو ،د پاټکیانو د ظلم او بربریت مقابله یې شروع کړه.

د مدرسې طالبان ،سیاسي څیرې ، مخور مشران ،دمکتب زدکونکي ،ډاګتران او انجنیران ورسره مل شول ، یاد یون دهیواد لودیزه ساحه تصفیه او د پاټکیانو ملک الطوایفي یې ورختمه او د یو اسلامي نظام د بنسټ کیښودلو چارې یې پیل کړې ،دهیواد په کچه جیدو علماو ددې یون او پاڅون مشر مرحوم ملا محمد عمر مجاهد ته دامیر المومنین لقب ورکړ او د اسلامي امارت نظام یې تائسیس کړ.

«اسلامي امارت » خپل د زوکړې لومړي کلونو کې وه چې د غرب له منفي غبرګون سره مخ شو .افغانان مجبوره وه چې په یوې پیړې کې دریم ښکلاګر او اشغالګر سره لاس او ګریوان شي.

امریکایي اشغال پیل او افغانستان یوار بیا تحمیلې جګړې کې ښکیل شو یاده جګړه نوړلس کلنه شوه خو افغانانو شلو ته پرینښوده ،الحمدلله داسې تاریخي غزا یې روانه کړه چې دغرب ټول هوایي ،ټکنالوژي ،زمکني قوا او جاسوسي شبکې یې له منځه یوړې ، او مجبوره یې کړل چې د تفاهم او دیالوګ له لارې زمونږ هیواد پریږدي.

دا دریمه ستره بریا دې ټولو هیوادوالو ته خاصکرت هغه شهداو او دشهداو کورنی ته چې په یاد انقلاب کې یې خپل دزړه ټوتې قربان کړي ، مظلومو بندیانو ورونو ته ، با همته زخمیانو ته ، او په ټوله کې مسلمه امت دې مبارک وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Abdul-Rauf Alam

شهاب ليوال وروره! تاسو ته هم مبارک وي.د الله تعالی نه غواړم چې د یو شرعې نظام خاوندان مو هم ګړی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x