لیکنېنظــر

محترم حقاني صیب او د افغان طالبانو محترمو غړو ته!/ ذکيه وردګ

لیکواله: ذکیه وردګ، د سولې دادخواه، متشبثه او مهندسه

دغه ليکنه اغلې ذکيه وردګ په افغانستان ټايمز کي په انګليسي ژبه خپره کړې وه چې د لوستونکو له تود هرکلي سره مخ شوې وه چې د موضوع د اهميت او د مهم بحث په توګه يې پښتو بڼه د اغلې ذکيه وردګ په توافق خپريږي.

له هرڅه نه مخکې غواړم ستاسو د نظریاتي سرخط لپاره تاسو څخه مننه وکړم، ستاسې په دې کار سره د نړۍ او تر ټولو مهمه د افغانستان خلکو د سولې په اړه ستاسو افکار په ښه ډول درک کړای شول.
په ټوله کې زه ستاسې د ارزونې سره موافقه یم، دا به ښه وي چې لومړی د سولې لپاره احتمالي فرصت ومنو، فرق نه کوي چې زمونږ د بریالیتوب لپاره ځینې چانسونه له لاسه وتلي دي خو هیله مو همدا ده چې نور د افغانانو منځ کې وینه تویونه بس شي.

د افغانستان د خلکو ترمنځ اجماع به د لسیزو جګړو له امله د شته دردونو او کړاوونو درملنه وکړي، همدا یې وخت دی چې مصالحه، پخلاینه او مذاکره وشي ځکه پخلاینه نه یوازې دا چې یوه فزیکي پروسه ده بلکه یوه انفرادي درملنه او ترڅنګ یې یو لوی انساني، اسلامي او ټولنیز ارزښت چې هغه بښنه ده هم ځان سره لري او پخلاینه هغه وخت شونې ده چې د یو افغان د ټوپک میل د بل افغان پر لوری نه وي سم شوی.

هغه څه چې زما او زما د افغاني خویندو لپاره خورا ارزښتمن دي، دا دي چې تر کوم ځایه چې په اسلام کې ښځو ته حقوق ورکول شوي د بیلګې په توګه د زده کړې له حق څخه نیولې د کار کولو تر حقه پورې ټول خوندي وي او تر کومه ځایه چې اهلیت د مساوي فرصتونو لپاره اساس وي، مونږ افغاني ښځې یې ملاتړ کوو.

غواړم ووایم چې په ټوله کې مونږ د افغانستان مېرمنې دې وقفې ته خوشبینه یو او ورته ښه راغلاست وایو، ددې ترڅنګ غواړم چې په افغانستان کې په ځینو مخ په زیاتیدونکو ستونزو باندې رڼا واچوم:

د افغان مېرمنو د ژوند انځور اکثریت داسې ښودل کیږی چې دوی د مردسالارۍ قربانیانې دي، په ځانګړې ډول هغه مېرمنې چې حتی د خپلو لومړیو حقوق څخه هم خبرې نه دي او دوی ته باید په وار وار وویل شي چې تاسې مظلومې یاست.

همدارنګه د مېرمنو د ظرفیت سازۍ او شایسته سالارۍ مثالونه یوازې هغه یو ښودل کیږي چې یوازې ستاسې په خلاف په قطار کې ودریږي او د طالب برعکس عمل وکړي او متاسفانه چې ما دا ډول دردونکې نمونې په مختلفو سطحو او طبقاتو کې لیدلي او دا په واقیعت کې زمونږ ټولو لپاره یو عار دی، ځکه تاسې هم خویندې، لوڼې او مېرمنې لرئ په کومو چې هیڅکله باید تهمت ونه لګیږي.

د پورته بیاناتو او روایتونو له امله په اسلام کې د مسلمانو مېرمنو او د هغوی د حقوقو په اړه سطحي او ناسم نظر څرګند شوی مګر واقعیت دا دی چې قرانکریم او تاریخي سوابق د ښځو د حقوقو خوندیتوب او ضمانت کوي.

په داسې حال کې چې اوسمهال په ټولنه کې د اسلام سیاسي، ټولنیز او دیني ارزښت خپل حیات ته دوام ورکوي او څوک ترې سترګې نه شي پټولی، په دې خبر یو چې په افغانستان کې د بشري حقونو اغیزمنه لاره دا ده چې د خلکو بیا پوهاوی وکړو چې په ټولنه کې د اسلامي ارشاداتو او لارښونو په چوکاټ کې د ښځو واقعي نقش ته بیا کتنه وکړي په داسې حال کې چې په اسلام کې د ښځو حقوق د نورو سنتي کلتورونو او رواجونو څخه ډیر زیات خوندي دي.

په دغو ښځو کې تجارت پیشه هم وي، په اسلام کې لومړۍ شهیده ښځه هم وه او داسې ښځه هم وه چې د خپل ایمان لپاره د جګړی میدان ته وتلی وه، د داسی ښځو مثالونه باید د تاریخ له پاڼو راوویستل شي چې د نرانو لخوا یې تاریخي هویت له پامه غورځول شوی دی او په واقعي مثالونو یې بدل کړو چې غواړي په ټولنیز بدلون کې خپله لاره پیدا کړي.

د دغو ښځو مثالونه به په نني عصر کې د هغو ناسمو روایتونو پر ضد مبارزه وي چې مسلمانه ښځه یې بې قدرته ښودلی ده.

که غواړو چې ښځې قدرتمنده کړو باید دوی د تاریخ له حاشیو څخه را وباسو چیرته چې دوی د نرانو لخوا له ډیرې مودې څخه محکومې ساتل شوي دي.

کلیشه یي روایتونه او قضاوتونه پیاوړي دي، همدا لامل دی چې منفي قضاوتونه او روایتونه په بشپړه توګه زیانمنونکي دي.

نړۍ غواړي مونږ په داسې یوې دایره کې انحصار کړي چیرته چې دوی غواړي چې افغاني ښځې د دوی په نظر باید ووسي او که وغواړي چې ځان په دې دایره کې ځای نه کړي دا دوی د تنګ نظرۍ د مختل کولو په توګه ګڼل کیږي.

تاسو یادونه وکړه چې تاسې دا جګړه نده غوره کړې او د افغانستان دفاع ته اړ ایستل شوي یاست، د افغانستان مېرمنې هم دا ټاکنه نده کړې چې په ډار، جبر او خطر کې ژوند وکړي.

مونږه ژوندي پاتې شوي یو، زحمت مو کښلی او خپل اختیار مو پیاوړی کړی دی چې د احترام په سترګه راته وکتل شي، مشورې راسره وشي او د افغاني ټولنې او د اخلاقو ارزښتونو په بیا جوړونه کې د شریک او همکار په شکل راته وکتل شي.

تپل شوي جګړې افغانستان په یو داسې هیواد بدل کړی دی چیرته چې مور محوره ټولنیزه سوری(سایه) شتون لري.

مونږ خپل فامیلونه ساتو، مونږ اړین تصمیم نیوونکې مسئلې رهبري کوو او تر ټولو مهمه دا چې زمونږ درناوی او عزت کیږي.

په آخره کې یو ځل بیا ددې ترڅنګ چې پورته مې ذکر کړل، د شوې توافقنامې مبارکي درکوم، دا زیاتوم چې مونږ افغاني مېرمنې په دې هیله یو چې د تاوتریخوالي د را کمولو، د مالي ثبات لپاره د نړیوالو د ملاتړ په راجلبولو او د هیواد په پرمختګ او سوکالۍ کې ستاسې سره کار وکړو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
هدی

اوس نو د سولي د تړون په وخت کي هر یو د مبارکۍ پېغامونه وړاندي کوي، چاره هم نه لري، کنې دا دونه موده چي د همدې بې ګناه ولس وینه توېدل چا ولي د سولي په اړه خپل ږغ پورته نه کړ؟ د افغان ښځو حقونه چي تر پښو لاندي کېدل، هغه وخت چا ولي په اسلام کي د ښځو د حقونو په اړه یادونه نه کول ؟ په اسلام کي د ښځو حقونه کومه نوې خبره نه ده، څورلس نیمي سوه کاله وړاندي دا حقونه ټاکل سوي دي او نه یوازي حقونه ځیني اصول: لکه د حجاب مراعتول… نور لوستل »

جميل

محترم هدی صاحب ښه ټکی بيان کړیدی ، خو زما په اند دا هم کيدای سی چی محترمه اغلی دی د اسلام دين اوس سم پيژندلی وی او غواړی چی دين او هيواد ته کار وکړی او يا داچی امريکايان غواړی ځنی ماران د طالبانو په لستوڼو کی ځای کړی .

عبدالمالک همت

هدی جاني کمونيستانو به ويل چي وضع انقلابي سي مرتجعين ټول انقلابيان سي. رښتيا هم اپرچونيست او پله بين عناصر تل هغي خواته خپل غنم بادوي چي باد وي.دغسي کسان د بوقلمون(فيل مرغ)حيثيت لري، چي د هر ډول شرايطو سره خپل رنګ برابروي. خير دی الله دي په ګران هيواد افغانستان کي سوله او د اسلامي عدالت نظام راولي،مادي امتيازونه دي د دغو کسانو وي او تا چي په تفسير او حديث کي د قرآن په ژبه علم ترلاسه کړی دی او ان خپل اصلي نوم لا نه ښيې دغه د عفت او معنويت امتياز او وياړ درته هر څه… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x