روغتیانړۍ

له کرونا ویروس څخه روغ شوی کس خپله کیسه داسې کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳ کب، ۱۳۹۸ل): د سویلي کوریا یوه هېوادوال په چین کې د رامنځته شوي کرونا ویروس (کووید ۱۹)، په کوم چې دی په تیره فروري میاشت کې اخته شوی و او بیا له جدي ناروغۍ وروسته روغ شوی خپله کیسه کوي.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په وینا، دغه کس چې «کیم سونغ هوان» نومیږي او ۴۷ کاله عمر لري، په لومړي سر کې یې احساسوله چې لنډمهاله ستړیا لري، او ممکن موسمي زوکام ولري، نوموړي د کرونا ویروس تصور ځکه نه کاوه چې په تیره نږدې کې یې چین ته سفر نه و کړی.

کله چې یې د بدن تودوخې درجه په لوړیدو شوه هغه روغتون ته د معاینې لپاره ولاړ، هغه مهال په نوموړي کې د کرونا ویروس ناروغي وموندله شوه، د روغتون چارواکو هغه په ناڅاپي او چټک ډول د پلازمینې سیویل په یونغشون سیمه کې په یوه روغتون کې قرنطین کړ.

کیم سونغ وایي، هغه د ناروغۍ لومړۍ ورځې په سخت تکلیف او دردونو کې تیرې کړې، ځکه چې په خونه کې یوازې و او کله چې د سږو التهاب سره مخ شو په خونه کې یې پرته له مصنوعي تنفس ماشین څخه بل هیڅ غږ نه تر غوږو کېده.

د نوموړي په وینا له بهر نړۍ او حالاتو څخه یوازې د موبایل او تلویزون له لارې خبریده، په کوم به چې د کرونا ویروس په اړه خبرونه خپریدل.

د کرونا ویروس څخه روغ شوی دغه کس واشنګټن پوسټ سره په مرکه کې زیاتوي، دی د خپلې میرمنې او لور په اړه اندیښمن و تر څو دوی ته ویروس نه وي انتقال شوی، په ځانګړي ډول په هغه وخت زیات اندیښمن و کوم وخت چې روغتون کې له بسترېدو وړاندې په خپل کور کې و. مګر خوشبختانه د کورنۍ هیڅ غړی یې پر دغه ناروغۍ نه و اخته شوی.

د ناروغۍ پرمهال د دردونو په اړه کیم سونغ وایي، ده د سختې سردردۍ احساس کوه، په ورته وخت کې یې د بدن تودوخه دومره لوړیده لکه د سخت ورزش نه وروسته چې انسان ته رامنځته کیږي، مګر دغه نښې له نږدې څلورو ورځو وروسته ورکې شو، له هغه وروسته یې معاینې ترسره کړې چې پایله یې منفي وموندل شوه.

رغېدونکی سړی وایي، پر کرونا ویروس اخته شوي کسان کولی شي دې ناروغۍ سره چې د نړیوالې ویرې لامل شوې په بریالۍ توګه مبارزه وکړي.

کیم سونغ اوس د روغتون څخه له رخصتېدو وروسته خپل عادي ژوند ته ستون شوی، او آن هغه تمرینونه یې پېل کړي کوم چې زیاتې هڅو ته اړتیا لري.

اوسمهال په سویلي کوریا کې ۴۸۱۲ تنه پر کرونا ویروس اخته شوي چې له کبله یې ۲۶ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، په نړیواله کچه د مړینې شمېره ۲۹۴۳ تنو ته رسیدلې ده.

له چین څخه بهر سویلي کوریا لومړی هېواد دی چې پر کرونا ویروس زیات اخته ناروغان لري، مګر زیاته مړینه په ایران کې رامنځته شوې چې شمېر یې ۷۷ تنو ته رسیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x