افغانستان

ټرمپ د ملا عبدالغني برادر سره تليفوني خبرې کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳ کب، ۱۳۹۸ل): د امريکا ولسمشر ټرمپ د طالبانو د سياسي مرستيال ملاعبدالغني برادر سره په تليفون تر نيم ساعت زياتي خبري کړي.

په دې اړه د طالبانو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه د تليفوني اړيکي ځيني برخې هم نشر شوې چي په لاندې ډول ده:

د امریکا جمهور رئیس ډونالډټرمپ له محترم ملا عبدالغني برادر سره تلیفوني خبري وکړې

نن مازیګر د دوحې په وخت ۵ بجي ۴۰ دقیقې د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د اسلامي امارت له سیاسي مرستیال او د سیاسي دفتر رئیس محترم ملا عبدالغني برادر سره ۳۵ دقیقي تلیفوني خبرې وکړې

په دې خبرو کي چي د مذاکراتي ټیم څوتنه غړي او ډاکتر زلمی خلیلزاد هم حاضروو، محترم ملا برادر اخند   دامریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس لمړی را بطې ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه چي زه د افغانستان د اسلامي امارت او افغان ولس په نمایندګي په پوره باور سره ویلای شم چې که د امریکا متحده ایالات له موږ سره په شوې توافقنامه عمل وکړي نو په راتلونکي کې به مثبتي دوه اړخیزي اړیکي ولرو.

ملا برادر اخند ورته وویل:

ښاغلی جمهور رئیس!

تاسي له افغانستان څخه د خارجي ځواکونو په وتلو او راتلونکو مثبتو اړیکو کي له قاطعیت څخه کار واخلئ او چاته اجازه مه ورکوئ چي د شویې هوکړي په خلاف عمل وکړي او په دې اوږده جګړه کي مو لا زیات ښکیل وساتي.

نوموړي زیاته کړه د افغانستان اسلامي امارت یو منظم سیاسي او نظامي ځواک دی او له تاسي او د نړئ له نورو هیوادونو سره د مثبتو دوه اړخیزو اړیکو د ساتلو وړ تیا او اراده لري.

ملا صاحب وویل د هیواد خپلواکي او په خپل هیواد کي د خپلي خوښې حکومت جوړول د افغان ولس مسلم حق دی نو څومره چي ژر کیدلای شي په كړيو توافقاتو عمل وشي، سر تاسري سوله راشي او افغانان له خپلو بنیادي حقوقو برخمن شي.

د اسلامي امارت سیاسي مرستیال ورته وویل:

د امریکا د متحده ایالاتو په شان د یوه پرمخ تللي هیواد سره ښایې چې د جنګ ځپلي افغانستان سره په بیا رغونه کي پوره مرسته وکړي او همدا یو مناسب عمل دی چې د امریکا د متحده ایالاتو په حیثیت به مثبت اغیز وکړي.

دامریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ وویل:

خوشحاله یم چې تاسې سره خبري کوم، تاسې قوي خلک یاست او ډیر ښه هیواد لرئ او زه پوهیږم چې تاسې د خپلي خاوري لپاره جنګیږی، موږ ۱۹ کاله هلته وو او دا ډیره اوږده موده ده، اوس له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل د ټولو په ګټه دي.

ولس مشر ټرمپ زیاته کړه:

زما د بهرنیو چارو وزیر به ډیر ژر له اشرف غني سره خبري وکړي تر څو د بین الافغاني مذاکراتو په مخ کي پراته خنډونه لیري شي.
نوموړي وویل موږ به په راتلونکي کې د افغانستان په بیا رغونه کې پوره برخه واخلو.

د دواړو طرفونو تر منځ د شویې توافق نامې د عملي کولو په برخه کې هم اوږدې خبرې وشوې.

پاي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد

افرين ملا غني زمريه تر اشرف غني كرزي او مسعود،رباني تکړه يي دونالدي بش اوباما سره په غگيدلو كي. گوره چ دونالدي خفه نشي در څخه چ بيا درخواست د نه مني او دافغانستان بيا رغوونه او استعمار كي به برخه وانخلي

غلام سخی بکواهی

نصرمن الله وفتح القریب ده خفه کیدو خبره نده انشاالله ده زور خبره ده زور فیدایی جانان واری یه ماغزه ….

اجمل

ایطلافی طالبانو د قطر د تړون خلاف جنګ شروع کړ. هغوی وایی: له امریکانو سره مو سوله ده خو افغانانو سره به جنګ کوو. په اصل کی له اوله څخه دا جنګ د اشغال پر ضد نه بلکه د افغانانو د وژلو پر ضد پر لاره اچول شوی وو. ایطلافی ډله او په منطقه د امریکی او د پنجاب پروژی پر مخ بیایی. دا بیا د کوم جواز ورکونکی فتوی ده چی کافرو سره ایطلاف او افغانانو سره جهاد روا ده. #####

عبدالمالک همت

ژوندی او په دواړو نړيو کي سرلوړی دي وي ګران ملابرادر اخند، ژوندي دي وي زموږ د اسلامي امارت ټول مشران او ژوندي او هوسا، آرام او خوشاله دي وي زموږ ګران او پتمن خلک ! ودان او د سيالانو سره سم دي وي زموږ خپلواک ټاټوبي ګران افغانستان !

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x