د سولې څارنظــر

له امريکايانو د هيواد د خپلواکۍ تړون او د نړیوالو تأثرات

عبدالولي خلیل

د ۲۰۰۱ م کال د اکتوبر په ۷ مه نیټه چې زموږ په ګران هیواد امریکا او ورسره پلویانو هیوادونو یرغل وکړ، اسلامي امارت د الله تعالی په نصرت، د افغان میړني ولس په همکاریو په دې وتوانیدی چې له شا او خوا نولسو کلونو جهاد او مبارزې وروسته بالآخره د افغانستان څخه داشغال د خاتمې لپاره توافق ته ورسیدی او ټول مسلمان افغانستان اولس د خپلو قربانیو یو مثبت محصول ولید.

دا چې دا ستره بریا څومره ارزښت لري، هغه له ورایه ښکاري چې سلګونه کلونه وروسته یو ځل بیا ددنیا ستر کفري پاور د یوې کوچنۍ طائفې له لوري شکست وخوړ او د الله تعالی د مقدس کتاب ددې آیات مصداق یو ځل بیا نړیوالو مسلمانانو ولید.

كَم مِّن فِئَةٍ قَلِيلَةٍ غَلَبَتْ فِئَةً كَثِيرَةًۢ بِإِذْنِ اللَّهِ ۗ وَاللَّهُ مَعَ الصّٰبِرِينَ [سُوۡرَةُ البَقَرَة : 249]

ډېر ځله داسي سوي دي چې يو وړوكې ټولګۍ د الله په امر پر يوې لويې ډلي برلاسه سوې ده. الله د صبر كوونكو ملګرى دى.

د اسلامي امارت او افغان مظلوم اولس دغه کردار که په یوه معنا د دوی د قربانیو محصول دی په بله معنا د ټول مسلمه امت لپاره ستر افتخار دی.

ورته مبارک دي وي!

راځم د خپل مطلب په لور چې نړیوالو اسلامي او کفري مملکتونو، سیاسي شناندو او علماء کرامو پر دې تاریخي بریا کوم تأثرات وړاندې کړل، په لاندې کرښو کې به ستاسو لوستونکو سره شریک کړم.

د افغانستان اسلامي امارت زعیم شیخ الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده صاحب په خپل خپور کړي پیغام کې وایي:

اسلامي امارت د دغې سترې کامیابۍ په مناسبت د ولس بیلابیلو اقشارو، په خاص ډول مجاهدینو، د شهیدانو کورنیو، زندانیانو، ټپيانو، معیوبینو، مهاجرینو او ټول ولس ته د زړه له کومې مبارکي وايي او دا خورا لویه فتحه د الله تعالی د نصرت او د مجاهدینو د سرښندنو، د خپل ملت د اخلاص، هلو ځلو، ستړیاوو او قربانیو نتیجه بولي.

غواړم د دغې سترې بریا څخه د را وروسته حالاتو په اړه د مجاهدینو او ټول ملت توجه لاندې ټکو ته را  واړوم:

ــ له امریکا يي جهت سره د اشغال د پای ته رسیدو په سر توافق چې په نتیجه کې یې زموږ ولس له اشغال څخه نجات پیدا کوي، خورا مهمه بریا  او د الله تعالی ځانګړی احسان، نصرت او لوی انعام دی،موږ باید دا کامیابي د چا کمال ونه بولو بلکې د الله تعالي انعام او د ټول مجاهد ولس د قربانیو محصول یې وګڼو

د اسلامي نړۍ نبوغ عالم شیخ الاسلام مفتي محمد تقي عثماني صاحب وایی:

دا ورځ به د تل لپاره د تاریخ په پاڼو کې ثبت وي، چې د اسلامي امارت تش لاسو مجاهدینو د ایماني ځواک په مټ دویم ځل د نړۍ داسي زبرځواک په ګونډو کړ چې ۴۸ حلیفان یې هم درلودل.
په دې سره مجاهدینو په حقه ثابته کړه چې: «وأنتم الأعلون ان کنتم مؤمنین»
په یوه بل خپور سوي ټویټ کې یې ویلي:

د طالبانو د فتحې نه وروسته امیر (شیخ الحدیث مولوي) هبت الله چې کوم بیان جاری کړی هغه ډیر متوازن / معتدل او د فتحې د اسلامی سنت هنداره ده، په دې کې بیخې غرور او تکبر نسته ، مخالفینو ته د عفوې او معافۍ اعلان دی او د راروان وخت لپاره په افغانستان کې امن او صحیح اسلامي ریاست جوړولو عزم دی.
دعا ده چې الله تعالی راتلونکي مراحل آسانه کړي.

د عربي نړۍ یو بل نامتو لیکوال عبدالباري عطوان لیکي چې دلته یې د محترم “موسی فرهاد “صاحب ژباړه راوړم:

د فروري په ۲۹مه، په دوحه کې د بهرني اشغال د خاتمې پرسر د امریکا او طالبانو ترمنځ د تاریخي تړون په اړه عبدالباري عطوان یوه مقاله لیکلې چې وایي امریکا په دې تړون سره د خپلي ماتي اعتراف وکړ، نوموړی لیکوال د خپلي مقالې په یوه برخه کې وایی:

د بهرنیو اشغالګرو له وتلو وروسته که څه هم په باوري ډول د افغانستان د کورنیو حالاتو په اړه څه نشي ویل کیدای، خو یو شی چې ډېر واضح دی، هغه دا چې افغانستان په رسمي ډول د امریکا لپاره دویم ویتنام ثابت شو. امریکا شکست وخوړ، پلانونه یې له ناکامۍ سره مخ شول، او په ذلت سره وتلو ته اړه شوه.

ښایی چې عاربه او مستعربه عرب هم د افغانانو له دې کارنامې نه د تجربې حاصلولو هڅه وکړي، دلته هم ناممکنه نه ده چې أمریکا او د هغي حلیف اسرائیل ته دې شکست ورکړل شي، په دې شرط که چیري په عرب وګړو کې اتلان پیدا شي او د مقاومت او ثبات پیاوړې روحیه ورکي راژوندۍ سي.

طالبان، چې موږ یې له ډېری مشرانو او خلکو سره په افغانستان کې لیده کاته کړي، له دې امله بریا ته رسیدلي چې د هغوی مؤسس ملامحمدعمرمجاهد رحمه الله به پر یو موټرسیکل سپریده، هغه نه لوکس موټر درلودل او نه یې د ملیونونو پرمختللې د سورلۍ الوتکه. نه په ماڼیو، بنګلو کې اوسیده او نه له خپله هیواده بهر وتلی و. د علاج لپاره پاکستان ته تګ یې هم یقیني نه دی تائید سوی.

د هغه ملګرو او جنګیالیو له وریځو او شورواو پرته نورو خوړو ته ډېر کم لاس رسی درلود، او هر یو یې همیشه د شهادت غوښتني په تلوسه کې وي، ترڅو د خپل هیواد او عزت د ساتني په لاره کې سرونه وښندي. او خپله خاوره له بهرنیو اشغالګرو خلاصه کړي، پخپل اوږده عمر کې یې ډېري درنې قربانۍ ورکړي.

له فلسطیني مشر محمود عباس او نورو عرب چارواکو نه مو هیله ده چې د افغانستان د مقاومت تاریخ په غور ولولي، د هغه ځای د مشرانو او خلکو ثبات او سرښندني په دقت مطالعه کړي. ښایی چې پند او الهام تري واخلي، خو دا کار به دوی ونکړي، نه به د افغانانو تاریخ ولولي او نه به څه تري زدکړي.

دوی که درې ځله د طالبانو د تحریک نوم واوري؛ ممکن چې بیهوښي پری راشي، خو د نتنیاهو او ټرامپ له نومونو اوریدلو سره یې غوږونه او زړونه آشنا دي.

(والله اعلم) الله تعالی په هرڅه ترټولو ښه پوهیږي.

د ایران د اهلسنة والجماعت مشر مولانا عبدالحمید د طالبانو ددې تاریخي بریا په اړه وایې:

د خوښې پیغام دی چې نن طالبانو کامیابی ترلاسه کړه، او امریکي ځواکونه له افغانستان څخه وځي، او هیڅ داسې هیواد نسته چې د په خپل هیواد کې دي د بهرنیو غاصبینو په شتون راضي وي ، او نه د افغانستان خلک او نه هم د نور ملت خلک غواړې چې دلته دي امریکا و اوسې.

دا د خوښۍ ځای دی چې بهرني اشغالګر له دې هیواد نه وځي او د افغانستان خلک اوس په خپله د هیواد راتلونکي په اړه تصمیم نسي.

دغه کامیابی یوه لویه کامیابي ده چې اشغالګر ذلیله له دې هیواد څخه وځي، نور به د دغه هیواد خلک یو اسلامی نظام ته تصمیم نسي او نورو بهرني اشغالګرو ته به هیڅ وخت ور نه کړي چې د دوی هیواد کې دي پاتي سې.

د طالبانو وروڼو سرښندنې او قربانۍ وې چې د نړۍ ډیر قوي ځواکونو ته یې په افغانستان کې ماته ورکړه او بیرته ذلیله له دې هیواد څخه یې وایستل .

مولانا فضل الرحمن:

د پاکستان د جمعیت علماء ګوند مشر مولانا فضل الرحمن هم په یوه ویډیویې پیغام کې افغانانو ته ددې بریا مبارکې ویلې او د افغانستان د امن په اړه یې سوکالي څرګنده کړې.

د پاکستان هیواد یو ستر عالم مولانا عزیزالرحمن هزاروي صاحب ددې تاریخي بریا په هکله داسې لیکي:

د طالبانو او امریکی تر منځ د امن د معاهدې لامله د اللہ تعالی شکر ادا کوو .
ټول امت مسلمه ته عامتاً، افغان مجاھدینو او د افغانستان ملت ته خاصتاً ددې سترې فتحې مبارکي وایو .

د طالبانو نه ستړي کېدونکي کوښښونه وو چې نن ورځ اللہ تعالی امریکې او ناټو ته ذلت او خواري ورمخ کړه،
پر دې موقع د ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله جانشین او موجودہ امیر شیخ الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده صاحب حفظه الله بیان سم د شریعت سرہ برابر و.

دا فتح د ټولي اسلامي نړۍ ته او په ځانګړې توګه د پاکستان مسلمانانو ته هم د نوي سھار زیری دی.

اللہ تعالی دي موږ ته پر شریعت باندې د استقامت سرہ ژوند تیرول رانصیب کړي او په هر ځای کې دي اسلام او مسلمانانو ته عزت، شوکت او فخر ور په برخه کړي.

د پاکستان مشهور ژورنالست اوریا مقبول جان د دې تاریخي فتحي په ویاړ په لیکنه کې وایې:

د نړۍ تر ټولو سخت او اږد جنګ همدا د امریکا او طالبانو ؤو/دی.

؛ځکه په هر نړیوال جنګ کې نیمه نړۍ پر یوه خوا ، نیمه پر بله خوا وي!

خو د طالب خلاف ټوله نړۍ په یو آواز پر یوه خوا او صرف طالبان پر بله خوا ولاړ ؤو.

دا د الله لښکر ؤو، چې په قربانیو یې ځانته د ژوند حق پیدا کړ!

مخته وایې:
دملا عمر یوه یوه فقره نن د تاریخ لویه ریښتینولي جوړه سوې، دغه فقره د مسلمانانو د څلور لس سوه کلن تاریخ له هغه سترو جملو څخه ده چې دغه امت به د دې نړۍ تر وجوده فخر باندې کوي،د نن تاریخي ورځ د امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله د دغه جملې د سربلندۍ ورځ ده چې ویل به “زه به په خپل تاریخ کې داسې څه پرېنږدم چې هغه د مسلمانانو د شرمندګۍ لامل جوړ سې ”

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي:

چې طالبانو سره لاسلیک شوی تړون د سولې لپاره یو تاریخي فرصت دی. ولسمشر ټرمپ ویلي، امریکا له طالبانو ټینګه ژمنه اخیستې ده چې له ترهګرو ډلو سره به خپلې اړیکې پرې کوي.

ده زیاته کړې ده چې امریکا به پر طالبانو نظر ساتي او ګوري به چې دا ډله پر خپلو ژمنو څومره درېږي.
نوموړي ویلي، له افغانستان د امریکایي ځواکونو وتل به هم دې پورې اړه لري چې طالبان خپلې ژمنې څومره پر ځای کوي.

ناټو:

ناټو هم په یوه اعلامیه کې د طالبانو او امریکایانو د خپلمنځي هوکړې هرکلی کړی او دا یې افغانستان کې د دایمي سولې پر لوی لومړنی ګام بللی.

د ناټو اعلامیه کې راغلي چې دا هوکړه به د افغان حکومت او طالبانو مخامخ خبرو ته لار هواره کړي.
اعلامیه کې راغلي چې ناټو افغانستان سره پر خپله اوږدمهاله ژمنه ولاړه ده، د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ به کوي او د سولې په لار کې به د افغان حکومت او خلکو ملاتړ کوي.

مایک پمپیو:

د نن ورځې تاريخ جوړونکی اقرار د ‏پاميپو له خولې :

“نن ورځ موږ واقع بین یو. موږ د سولي تر ټولو غوره فرصت ترلاسه کړی.
موږ دې نتیجې ته رسېدلي یو چي د امپراتوریو په هدیره کي باید تر ابده و نه جنګېږو”.

کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) غبرګون:

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) په یوه اعلامیه کې ویلي چې د اورکم اوونۍ او د بین الافغاني مذاکراتو ته د ژمنتیا هرکلی کوي.

د یوناما مشر تادامیچي یاماموټو پر ټولو اړخونو غږ کړی چې د جګړې ختمولو لپاره دې اړین ګامونه پورته کړي
اعلامیه وایي چې ملګري ملتونه به د سولې لپاره د یو ټول شموله بهیر ملاتړ کوي چې د ټولنې د ټولو برخو غوښتنو ته پکې پام سوی .

عمران خان:

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي، په دوحه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د خپلمنځي تړون هرکلی کوي. نوموړي هیله ښودلې ده چې دا هوکړه به په افغانستان کې د څو لسیزو جګړې ته د پای ټکی کېږدي.
د پاکستان لومړي وزیر پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، ده له پیله ټینګار کاوه چې د افغانستان کشاله یوازې له سیاسي لارې حل کېدلی شي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډومېنک راب غبرګون:

د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير ډومنيک راب پر خپله ټوېټر پاڼه ليکلي، “د نن ورځې خبرونه د ټولو هغو افغانانو لپاره چې له اوږدې مودې راهيسې ځورېږي يو مهم پرمختګ او هيله منه ورځ ده.

هغه زیاته کړې، مهمه ده چې طالبان خپلې ژمنې عملي کړي، او هیله یې ښودلې چې دغه وضعيت دوام وکړي او د طالبانو او افغان حکومت تر منځ خبرې پيل شي”.

‏برتانوي ژورنالیست مارک کروټس پر خپله ټویټر پاڼه لیکي:

“دا د امریکایانو او برتانویانو لپاره لویه ماته ده،۱۹۷۳ کې چې موږ ویتنام کې کومه ماته خوړلې وه تر هغې هم لویه ماته ده،ناټو ونسو کولی چې طالبان مات کړي”

د اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله غبرګون:

د افغان حکومت اجرائيه رئیس عبدالله عبدالله ویلي، د امریکا او طالبانو ترمنځ خپلمنځي هوکړه په افغانستان کې دایمي سولې لپاره یو مهم ګام، او له همدې کبله نن یوه تاریخي ورځ وه.

د افغان حکومت اجرائيه رئیس عبدالله عبدالله ویلي، د امریکا او طالبانو ترمنځ خپلمنځي هوکړه په افغانستان کې دایمي سولې لپاره یو مهم ګام، او له همدې کبله نن یوه تاریخي ورځ وه.

عبدالله: په افغانستان کې د سولې لپاره د امریکا د حکومت او همدا راز د نړیوالې ټولنې مننه وکړه، او په دې لړ کې یې د زلمي خلیلزاد ځانګړې یادونه وکړه.

عبدالله زیاته کړه چې د څو کاله جګړې وروسته د سولې لپاره یو فرصت پیدا سوی او اوس په ټولو افغانانو پورې اړه لري چې له دې فرصته ګټه واخلي.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي او جنرال دوستم غبرګونونه:

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي هم هیله مندي ښودلې ده چې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې هوکړه به افغانستان کې سولې ته لاره هواره کړي.

ښاغلي کرزي همدا راز هیله ښودلې ده چې له دې هوکړې سره به افغانان پخپله د سولې د بهیر واک په خپلو لاسونو کې واخلي، او زیاتوي چې اوس افغانان باید یو موټی شي او د بین الافغاني مذاکراتو پر لور لاړ شي.

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستیال او د جنبش اسلامي ګوند مشر جنرال عبدالرشید دوستم هم د دې هوکړې هرکلی کړی دی او دا یې په افغانستان کې سولې ته یو ښه فرصت بللی.

پای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x