ورزش

پي ایس ایل: لاهور لوبډلې بالاخره د لومړۍ بریا خوند وڅکه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳ کب، ۱۳۹۸ل): د پاکستان سوپر لیګ پنځم پړاو سیالیو کې له درې پرلپسې ماتو وروسته لاهور قلندرز لوبډلې بالاخره د خپلې لومړۍ بریا خوند وڅکه.

لاهور لوبډلې خپله لومړۍ بریا د کوټې لوبډلې پر وړاندې د پنځم پړاو په ۱۶مه لوبه کې ترلاسه کړه.

په داسې حال کې چې لاهور لوبډله د پاکستان تجارتي سیالیو په تیرو څلورو ګڼو/سیزنونو کې دویم پړاو ته لار نه ده موندلې، تر دې دمه یاده لوبډله په روانو سیالیو کې هم تر ټولو وروستۍ مقام لري.

په ننۍ سیالۍ کې چې د لاهور قلندرز او کوټه ګلیډیټرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، لاهور لومړی توپ وهنه وکړه او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د ۴ لوبغاړو په سوځېدلو ۲۰۹ منډې جوړې کړې. په ځواب کې د کوټې لوبډلې ۱۷۲ منډې وکړې او د ۳۷ منډو په توپیر یې ماتې ومنله.

کوټې لوبډلې د پاکستان سوپر لیګ تیر پړاو سیالیو اتلولي ګټلې ده، غښتلې لوبډله لري خو اوسمهال په جدول کې دریم مقام لري. لومړی مقام ملتان او دویم کراچي خپل کړی، پيښور په پنځم او اسلام اباد څلورم مقام لري.

د پاکستان سوداګریز لیګ چې سږکال یې ټولې سیالۍ په پاکستان کې ترسره کیږي د فروري میاشتې په ۲۰مه نېټه پېل شوی او پایلوبه به یې د مارچ میاشتې په ۲۲مه نېټه په لاهور کې ترسره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x