نړۍ

امریکا کې توپاني هوا «۲۲» تنه وژلي او ګڼ شمېر ټپيان شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۴ کب، ۱۳۹۸ل): د امریکا متحده ایالاتو په ټينیسي ښار نیشولی سیمه کې د توپاني هوا له کبله ۲۲ تنه مړه شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان دي.

د امریکایي رسنیو د راپور سره سم، د امریکا په ټینیسي ایالت کې سختو بادونو لسګونه کسان وژلي، ګڼ شمېر نور ټپيان دي او سلګونه کورونه یې نړولي دي.

د راپور له مخې د توپاني بادونو په پایله کې ۲۲ کسان وژل شوي، ګڼ شمېر ټپيان دي، ۱۴۰ ودانۍ سختې اغیزمنې شوي او د کلیسا په ګډون یو شمېر کورونه نړیدلي دي.

د سختې هوا له کبله په نیشولی سیمه کې د زرګونه کورونو بریښنا هم قطع شوې ده.

اوسمهال د خراب موسم له کبله د ښار بشپړ ښوونځي تړل شوي، او تیزې هوا د ځایي هوایي ډګر مصنوعي چتونو ته هم زیان اړولی دی.

د نیشولی چارواکو لخوا بیړني حالت اعلان شوی، او اغیزمن شوي کسان خوندي ځای ته لیږدول کیږي.

په اغیزمنه شوې سیمه کې د خلکو ژغورنې فعالیتونه په چټکۍ سره روان دي، په داسې حال کې چې په ودانیو کې د ایسار شویو کسانو لټون هم روان دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx