افغانستانسولې اړوند خبرونه

اشرف غني د قطر له امیر سره د افغان سولې په اړه غږېدلی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۴ کب، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت مشر «اشرف غني» د قطر له امیر «شیخ تمیم بن حمد آل ثاني» سره د افغانستان د سولې په اړه تلیفوني خبرې کړې.

له ارګ څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا خبرې تېر ماښام ترسره شوې او په دوران کې یې د قطر امیر د افغان سولې په برخه کې د هر ډول همکارۍ او اسانتیاوو برابرولو ژمنه وکړه.

ارګ ادعا کوي، چې د قطر امیر طالبانو ته ویلي «افغانستان اوس یو منتخب مشروع حکومت لري او طالبان باید دا ومني چې افغان دولت د خپل ملت استازیتوب کوي او د دوی جدي او مشروع غوښتنې مطرح کوي، طبعاً طالبان هم غوښتنې لري چې د مذاکراتو په جریان کې به پرې بحث وشي.»

اشرف غني وروسته له هغه د قطر له امیر سره غږېږي، چې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر «ملا برادر اخند» سره تلیفونې خبرې وکړې او هغه ته يې ډاډ ورکړ، چې د بهرنیو چارو وزیر به یې له اشرف غني سره خبرې وکړي او د بین الافغاني مذاکراتو په وړاندې شته ستونزې به له منځه یوسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x