افغانستانسولې اړوند خبرونه

« بګرام زندان کې د ازادېدونکو طالب بندیانو د بایومیتریک بهیر پیل شوی»

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۴ کب، ۱۳۹۸ل):په داسې حال کې چې  د ګډ حکومت مشر «اشرف غني» د پنځه زره طالب زندانیانو له خلاصون نټه کړې او دا یې یوازې د خپل حکومت صلاحیت بللی، یو شمېر رسنۍ وایي، په بګرام کې د ازادېدونکو طالب زندانیانو د خلاصون لومړني اقدامات پيل شوي.

کابل نیوز طالبانو ته د نږدې سرچینو او یو شمېر حکومتي چارواکو له قوله لیکلي، چې له بګرام زندان څخه د خلاصېدونکو طالب زندانیانو د بایومټریک بهیر پيل شوی او په لنډو ورځو کې به د خلاصون بهیر پیل او دوام به ومومي.

د ولسي جرګې غړي «الله ګل مجاهد» کابل نیوز ته ویلي، هغه بندیان چې د طالبانو له خوا امریکا ته په ور سپارل شوي لست کې یې نومونه شته، ان له اوسه بایومټریک کېږي او خلاصون ته بیخي تیار شوي.

د مجاهد په خبره، په نږدې اتو ورځو کې به د خلاصون بهیر هم پيل شي.

د پنځه زره طالب زندانیانو د خلاصون په موضوع باندې د طالبانو او امریکا تر منځ په شوي تړون کې موافقه شوې او دا کار د باور د فضاء جوړولو په موخه یاد شوی؛ خو د ګډ حکومت مشر «اشرف غني» ددې بندیانو خلاصون د امریکا نه بلکې د خپل حکومت صلاحیت بللی او ټینګار یې کړی، چې د بندیانو موضوع تر بین الافغاني مذاکراتو وړاندې مطرح کېدای نشي.

درې ورځې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر «مایک پمپيو» په همدې تړاو پوښتنه وشوه، نوموړي وویل، تر دې وړاندې هم زندانیان خلاص شوي او اوس هم له طالبانو سره شوې هوکړه عملي کوو.

د پمپيو په قول، ځيني خلګ هسې د رسنیو د پام راجلبولو او هلته د وخت اخستلو په موخه څرګندونې کوي.

د شنونکو په باور، امریکا کولای شي، له طالبانو سره شوې هوکړې عملي کړي او د «انس حقاني» د خلاصون په څېر «چې حکومت خپله سره کرښه یادوله»، طالب زندانیان هم خلاص کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x