
ټرمپ: له ملا برادر سره مې اوږدې او ګټورې تلیفوني خبرې درلودې
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۴ کب، ۱۳۹۸ل): د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» وایي، د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر «ملا عبدالغني برادر سره یې اوږدې او ګټورې تلیفونې خبرې کړې.
ټرمپ په واشنګټن کې له خبریالانو سره دخبرو په مهال ویلي « د طالبانو له مشر سره مې اوږدې او ګټورې خبرې درلودې، موږ پرېکړه کړې، چې تشدد ته نه ووایو، موږ تشدد نه غواړو وبه وینو چې وړاندې څه پېښېږي، د طالبانو له مشر سره خبرې ګټورې وې.»
د ملا برادر اخند او ټرمپ تر منځ د تلیفوني مکالمې خبر د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» ورکړ، نوموړي یاده کړه، چې تېره ورځ ماځیګر د طالبانو د مذاکراتي ټیم د یو شمېر غړو او خلیلزاد په موجودیت کې دواړو لورو نږدې ۳۵ دقیقې اوږدې خبرې وکړې.
د طالبانو د ویاند له قوله، ملا برادر اخند ټرمپ ته وویل «زه د افغانستان د اسلامي امارت او افغان ولس په نمایندګي په پوره باور سره ویلای شم چې که د امریکا متحده ایالات له موږ سره په شوې توافقنامه عمل وکړي نو په راتلونکي کې به مثبتي دوه اړخیزي اړیکي ولرو.»
ددې تر څنګ ملا برادر اخند د طالبانو او امریکا تر منځ د شوې هوکړې د عملي کېدو په لاره کې د پرتو خنډونو د لیرې کولو غوښتنه کړې، د اسلامي نظام حاکمیت یې د افغان ولس حق بللی او ټرمپ ته یې ټینګار کړی، چې څوک یې باید په اوږده جکړه کې ښکېل نکړي.
د نوموړي د څرګندونو په غبرګون کې «ټرمپ» طالبان کلک خلګ بللي او له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل یې، د ټولو په ګته بللي.
د ټرمپ په خبره، د بهرنیو چارو وزیر به یې له اشرف غني سره خبرې وکړي او د بین الافغاني مذاکراتو په لار کې پراته خنډونه به لرې کړي.