افغانستاند سولې څارسولې اړوند خبرونه

کارپوهان: اشرف غني به د بنديانو خوشې کولو ته مجبور کړی شي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۴ کب، ۱۳۹۸ل): که څه هم د ګډ حکومت مشر اشرف غني وايي، له بین الافغاني خبرو وړاندې به د طالبانو پنځه زره بنديان خوشې نه کړي، خو يو شمېر کارپوهان وايي، اشرف غني به د امريکا له لوري د بنديانو خوشې کولو ته مجبور کړی شي.

اشرف غني او د هغه مطبوعاتي ټيم وايي، حکومت د امريکا او طالبانو ترمنځ په شوي تړون کې د بنديانو خوشې کولو ته ژمن نه دی او په وينا يې دا واک يوازې له حکومت سره دی.

د افغان چارو کارپوه احمد رشید وايي، اشرف غني به بالاخره د بنديانو خوشې کولو ته مجبور شي؛ ځکه امريکا له طالبانو سره د بنديانو خوشې کولو ژمنه کړې ده.

د احمد رشيد په وينا امريکا به اشرف غني اړ کړي، تر څو د طالبانو بنديان خوشې کړي او دا هم شونې ده، چې د پنځه زره بنديانو پر ځای پنځه سوه او يا هم تر دې زيات بنديانو په خوشې کولو راضي شي او امريکا به له طالبانو هم وغواړي، چې د همدومره شمېر بنديانو په خوشې کولو بسنه وکړي.

نوموړي زياته کړې، چې د کابل حکومت په اوسني شکل نه شي پاتې کېدای او ښايي د طالبانو په راتلو په کې بدلون راشي.

د احمد رشيد سربېره ګڼ شمېر نور کارپوهان هم په دې اند دي، چې اشرف غني به د اوږدې مودې لپاره د بنديانو خلاصون د مخنيوي په اړه له خپل دريځ څخه دفاع ونشي کړی.

تر دې وړاندې له کابل څخه خپرېدونکې «دنيا» ورځپاڼې هم په خپله سرمقاله کې ويلي و، اشرف غني تر دې وړاندې هم ځينې سرې کرښې ايستلې وې، چې يو په کې د انس حقاني د خلاصون سره مخالفت و، خو وروسته د امريکا د فشارونو له امله يې انس حقاني او د هغه دوه ملګري خوشې کړل او بالاخره به دی يو ځل بیا مجبور شي، د طالبانو پنځه زره بنديان خوشې کړي.

د چارو شنونکي وايي، د کابل حکومت بايد د سولې پر وړاندې د سرو کرښو له کش کولو لاس واخلي او د سولې په ادبیاتو خبرې وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
RAZMOHAMMED KAMAWALL

بندیان د افغانانو د قتل مجرمین دی او دا کار هغه وخت کیدونکی دی چه دوامداره سوله وشی۰ دا باید تظمین شی چه طالبان د جنګ اوافغان وژنی څخه لاس واخلی۰که چیری ترمپ د افغانانو پر ضد او یا د تالیبانو په ګټه اقدام وکړی نو ترمپ هم د امریکا د کانګرس او ولس په وړاندی مسولیت لری۰ تر ټولو مهمه لا دا چه انتخابات په مح کی راروان دی۰ طالیبان د اعتماد وړ ندی او که بندیان خوشی کی دوباره یی پاکستان جنګ ته لیږی۰او د عراق تجربه تکراریږی۰ اشرف غنی دیر قوی درک لری۰خلک سوله غواړی هو د… نور لوستل »

اجمل

فکر کوی چی بیا د خلکو وهل او ټکول شروع کړی او پنجابیانو ته به په هر ښار کی کوټی په کرایه کړی. په ولاکه نور امارت ووینی بیغمه اوسی ####

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x