روغتیانړۍ

ایران د کرونا ويروس له وېرې ۵۴ زره بنديان خوشې کړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۴ کب، ۱۳۹۸ل): ایران وايي، د کرونا ويروس د خپرېدو له ويرې يې ۵۴ زره بنديان د اوږدې مودې لپاره په ضمانت خوشې کړي؛ ځکه نور په زندانونو کې ځای تنګ و او د دې ناروغۍ د خپرېدو اندېښنې مخ پر زياتېدو دي.

د ایران د عدليې وزارت وياند غلام حسين اسماعيلي ويلي، د ټولو بنديانو معاينې شوي او کوم خلک، چې په کرونا اخته نه وو، هغوی د اوږدې مودې لپاره په ضمانت خوشې شوي دي.

د عدليې وزارت د چارواکو په وينا هغه بنديان نه خوشې کيږي، چې د بند موده يې تر پنځو کالو زياته وي.

يوه ایراني الاصله برتانوۍ نازنين زغاري هم په ایران کې بندي ده.

د برتانيې پارلمان ويلي، کېدای شي د مرستندويه ټولنې کارکوونکي نازنين هم ډېر ژر له بنده خوشې شي.

په ایران کې د ولسمشر حسن روحاني د مرستيالې معصومه ابتکار او د روغتيا وزارت د مرستيال ايراج حريرچي سربېره له درې سوو زيات کسان په کرونا ويروس اخته شوي او تر اوسه په کې ۷۷ کسان مړه شوي دي.

د چين سربېره په ټوله نړۍ کې د کرونا ويروس له امله د مړو شوو کسانو شمېر له درې زرو اوښتی دی.

د رپوټونو له مخې په چين کې د دې ويروس له امله د مړو شمېر په کمېدو دی، خو په امريکا، ايټاليا، پاکستان، ایران او نورو هېوادونو کې دا ويروس مخ پر خپرېدو دی او ښايي د چين په څېر د يادو هېوادونو اقتصاد ته هم ضربه ورسوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x