افغانستان

امريکايي الوتکو هلمند کې پر طالبانو برید کړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۴ کب، ۱۳۹۸ل): امريکايي الوتکو د هلمند په نهر سراج ولسوالۍ کې پر طالبانو برید کړی دی.

په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو وياند ډګروال سوني ليګيټ په خپل ټويټر پيغام کې ويلي، طالب جنګياليو په نهر سراج ولسوالۍ کې د ځانګړو دولتي عسکرو پر پوسته برید وکړ، چې په ځواب کې يې امريکايي الوتکو پر طالبانو برید وکړ.

د ډګروال ليګيټ په وينا له تېرو يوولس ورځو راهيسې، د امريکا له لوري دا لومړنی هوايي برید دی.

د امريکايي ځواکونو وياند ويلي، طالبانو له دوی سره په لاسليک شوي تړون کې منلې، چې د جګړې شدت به راکموي او له افغانستانه د بهرنيو عسکرو وتل يې هم مشروط بللي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه د وروستي برید په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي، خو د طالبانو ځينو سرچينو ويلي، په تېرو څلرويشت ساعتونو پر مهال يې په ۲۷ بریدونو کې له ۶۰ عسکرو، پوليسو او اربکيانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

پر طالب جنګياليو دا برید په داسې حال کې شوی، چې د تېرې فبرورۍ په ۲۹مه امريکا او طالبانو له اوږدو مذاکراتو وروسته د سولې تړون لاسليک کړ.

د امريکا او طالبانو ترمنځ په لاسليک شوې هوکړه کې راغلي، چې امريکايي عسکر کولی شي، پر دولتي پوستو د طالبانو له بریدونو دفاع وکړي، خو چې بريد پای ته ورسيږي، بیا طالبانو پسې د ورتګ حق نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x