
کندوز کې ۱۹ دولتي عسکر وژل شوي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۴ کب، ۱۳۹۸ل): د کندوز ولايتي شورا او امنيتي سرچينې وايي، طالبانو د دولتي عسکرو پر پوستو برید کړی، چې له امله يې ګڼ شمېر عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کندوز د ولايتي شورا مرستيال صفي الله اميري ويلي، طالبانو تېره شپه د کندوز په دوو سيمو باغ شرکت او چله مزار کې د عسکرو پر پوستو برید کړی او ۱۹ تنه عسکر يې وژلي دي.
د کندوز امنيتي سرچينو هم د نوم له يادولو پرته منلې، چې د طالبانو په برید کې ۱۵ عسکر وژل شوي او ۳ نور ټپيان دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ویلي.
حکومتي عسکرو ته دا مرګ ژوبله په وروسته تر هغه اوښتې، چې د تېرې فبرورۍ په ۲۹مه د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاسليک شو، چې له مخې به يې ټول بهرني پوځيان په ۱۴ مياشتو کې له افغانستانه وځي.
ښه امرکايانو سره سوله او خپل ورور باندي حملى. ########