لیکنېنظــر

د امريکا او طالبانو ترمنځ د هوکړه ليک نهايي مسودې بشپړ متن

په افغانستان کې د سولې راوستلو لپاره د افغانستان اسلامي امارت، چې متحده ایالتونه یې د دولت په توګه نه پیژني او د طالبانو په نوم یې پیژني، او د امریکا د متحده ایالتونو تر منځ توافقنامه

۵/رجب/۱۴۴۱هـ ق – ۱۰/حوت/۱۳۹۸هـ ش – ۲۹/فبروري/۲۰۲۰م

د هر اړخیزې سولې توافقنامه له څلورو برخو جوړیږي:

۱- هغه تضمینونه او د تنفیذ میکانیزمونه چې د هرې ډلې یا شخص لخوا د متحده ایالتونو او د هغوی د متحدینو د امنیت په خلاف د افغانستان د خاورې د کارولو څخه مخنیوی وکړي.

۲- له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره تضمینونه، د تنفیذ میکانیزمونه او د یوه مهالویش اعلان.

۳- د نړیوالو شاهدانو په حضور کې د بهرنیو ځواکونو د بشپړ وتلو د تضمینونو او د مهالویش تر اعلان وروسته، او د نړیوالو شاهدانو په حضور کې د دې تضمینونو او اعلان سره چې د افغانستان خاوره به د متحده ایالتونو او د هغوی د متحدینو د امنیت په خلاف نه کارول کیږي، د افغانستان اسلامي امارت، چې متحده ایالتونه یې د دولت په توګه نه پیژني او د طالبانو په نوم یې پيژني، به له افغان جهتونو سره په ۱۵/رجب/۱۴۴۱هـ ق – ۲۰/حوت/۱۳۹۸هـ ش – ۱۰/مارچ/۲۰۲۰م تاریخ بین الافغاني مذاکرات پیل کړي.

۴- دايمي او هراړخیز اوربند به د بین الافغاني ډیالوګ او مذاکراتو په اجنډا کې یوه موضوع وي. د بین الافغاني مذاکراتو ګډونوال به د تطبیق د ګډو میکانیزمونو په شمول د یوه دایمي او هراړخیز اوربند په نیټې او څرنګوالي بحث وکړي، او د افغانستان د راتلونکي سیاسي نقشې له بشپړیدا او توافق سره به یې د یوې برخې په توګه اعلان کړي.

پورتنۍ څلور برخې یوه له بلې سره مرتبطې دي او هره برخه به د توافق شوي مهالویش او توافق شويو موادو مطابق تطبیق شي. پر لومړنیو دوو برخو توافق،‌ دوو وروستنیو برخو ته لار پرانیزي.‌

لاندې د توافقنامې هغه متن دی چې د پورتنۍ لومړۍ او دوهمې برخې تطبیق بیانوي. دواړو غاړو توافق کړی چې دغه دوې برخې یوه له بلې سره تړلې دي. په دې توافقنامه کې به د افغانستان اسلامي امارت، چې متحده ایالتونه یې د دولت په توګه نه پیژني او د طالبانو په نوم یې پيژني، مسئولیتونه په هغو سیمو کې وي چې د دوی تر ولکې لاندې دي، ترهغو چې د بین الافغاني ډیالوګ او مذاکراتو له لارې تر جوړجاړي وروسته نوی افغان اسلامي حکومت جوړ شي.

لومړۍ برخه

متحده ایالتونه ژمنه کوي چې د متحده ایالتونو، متحدینو او د ائتلافي شريكانو ټول نظامي ځواکونه، د ټول غیر دیپلوماتیک ملکي پرسونل، شخصي امنیتي قراردادیانو، روزونکو، مشاورینو او د حمایوي خدماتو پرسونل په ګډون، د دې توافقنامې له اعلان سره سم په څوارلسو (۱۴) میاشتو کې له افغانستان څخه وباسي، او په دې اړه به لاندیني اقدامات کوي:

الف: متحده ایالتونه، د هغوی متحدین او ائتلاف به په لومړنیو یو سل او پنځه دیرش (۱۳۵) ورځو کې لاندیني اقدامات کوي:

۱- په افغانستان کې د متحده ایالتونو د ځواکونو شمیر به اته زره او شپږ سوه (۸۶۰۰) ته راټیټوي او په ورته انډول کې به د هغوی د متحدینو او ائتلافي ځواکونو په شمیر کې کمښت راولي.

۲- متحده ایالتونه، د هغوی متحدین او ائتلاف به خپل ځواکونه له پنځو (۵) نظامي اډو څخه باسي.

ب: د دې توافقنامې په دوهمه برخه کې شته مسئولیتونو ته د افغانستان اسلامي امارت، چې متحده ایالتونه یې د دولت په توګه نه پیژني او د طالبانو په نوم یې پيژني، د ژمنتیا او عمل سره به متحده ایالتونه، د هغوی متحدین او ائتلاف لاندیني اقدامات ترسره کوي:

۱- متحده ایالتونه، د هغوی متحدین او ائتلاف به له افغانستان څخه د خپلو ټولو پاتې ځواکونو وتل په پاتې نهه نیمو (۹.۵) میاشتو کې بشپړ کړي.

۲- متحده ایالتونه، د هغوی متحدین او ائتلاف به خپل ټول ځواکونه له پاتې اډو څخه باسي.

ج: متحده ایالتونه د اعتماد جوړولو د یوه اقدام په توګه ژمن دي چې د ټولو اړوندو طرفونو په هماهنګۍ او تائید، سملاسي له ټولو طرفونو سره پر یوه پلان سملاسي کار پیل کړي چې جنګي او سیاسي بندیان په چټکۍ خوشي شي. تر پنځه زره (۵۰۰۰) پورې د افغانستان اسلامي امارت، چې متحده ایالتونه یې د دولت په توګه نه پیژني او د طالبانو په نوم یې پيژني، بندیان، او تر زرو (۱۰۰۰) پورې د بلې غاړې بندیان به په ۱۵/رجب/۱۴۴۱هـ ق – ۲۰/حوت/۱۳۹۸هـ ش – ۱۰/مارچ/۲۰۲۰م تاریخ، د بین الافغاني مذاکراتو لومړۍ ورځې پورې، خوشي شي. اړوند طرفونه دا هدف لري چې په ورپسې دریو میاشتو کې پاتې ټول بندیان خوشي شي. متحده ایالتونه د دغه هدف د بشپړولو ژمنه کوي. د افغانستان اسلامي امارت، چې متحده ایالتونه یې د دولت په توګه نه پیژني او د طالبانو په نوم یې پيژني، ژمنه کوي چې د هغوی خوشي شوي بندیان به په دغه توافقنامه کې شوو مسئولیتونو ته ژمن وي او د متحده ایالتونو او د هغوی د متحدینو امنیت ته به ګواښ نه پيښوي.

د: د بین الافغاني مذاکراتو له پیل سره به متحده ایالتونه د افغانستان اسلامي امارت، چې متحده ایالتونه یې د دولت په توګه نه پیژني او د طالبانو په نوم یې پيژني، د غړو په خلاف د متحده ایالتونو د اوسنیو بندیزونو او د جایزې لیست د اداري بیاکتنې بهیر په دې هدف پیل کړي چې دغه بندیزونه به د ۸/محرم/۱۴۴۲هـ ق – ۲۵/اسد/۱۳۹۹هـ ش – ۱۵/اګست/۲۰۲۰م تاریخ پورې لرې کړي.

هـ: د بین الافغاني مذاکراتو له پیل سره به متحده ایالتونه د ملګرو ملتونو د امنیت شوری له نورو غړو او افغانستان سره په دې هدف دیپلوماتیکې هڅې پیل کړي چې د ۲۴/رمضان/۱۴۴۱هـ ق – ۲۸/ثور/۱۳۹۹ هـ ش – ۱۷/می/۲۰۲۰م تاریخ پورې د بندیزونو له نوملړ څخه د افغانستان اسلامي امارت، چې متحده ایالتونه یې د دولت په توګه نه پیژني او د طالبانو په نوم یې پيژني، د غړو نومونه وایستل شي.

و: متحده ایالتونه او متحدین به یې د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا او سیاسي خپلواکۍ په ضد له ځواک او ګواښ څخه کار نه اخلي او نه به یې په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي.

دوهمه برخه

د دې توافقنامې له اعلان سره سم به، د افغانستان اسلامي امارت، چې متحده ایالتونه یې د دولت په توګه نه پیژني او د طالبانو په نوم یې پيژني، لاندیني اقدامات ترسره کړي تر څو د القاعدې په شمول د هرې هغې ډلې یا شخص مخنیوی وکړي چې د افغانستان له خاورې څخه د متحده ایالتونو او د هغوی د متحدینو امنیت ګواښي:

۱-  د افغانستان اسلامي امارت، چې متحده ایالتونه یې د دولت په توګه نه پیژني او د طالبانو په نوم یې پيژني، به خپل هیڅ غړي او د القاعدې په شمول هیڅ ډلې او یا فرد ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې څخه د متحده ایالتونو او د‌ هغوی د متحدینو امنیت ته ګواښ پیښ کړي.

۲-  د افغانستان اسلامي امارت، چې متحده ایالتونه یې د دولت په توګه نه پیژني او د طالبانو په نوم یې پيژني، به یو څرګند پیغام ولیږي چې هر هغه څوک چې متحده ایالتونو او د هغوی متحدینو ته امنیتي ګواښ پيښوي په افغانستان کې ځای نلري، او د افغانستان اسلامي امارت، چې متحده ایالتونه یې د دولت په توګه نه پیژني او د طالبانو په نوم یې پيژني، به خپلو غړو ته لارښوونه وکړي چې له هغو ډلو او افرادو سره همکاري ونه کړي چې د متحده ایالتونو او د هغوی د متحدینو امنیت ګواښي.

۳- د افغانستان اسلامي امارت، چې متحده ایالتونه یې د دولت په توګه نه پیژني او د طالبانو په نوم یې پيژني، به په دغه توافقنامه کې د شویو ژمنو مطابق په افغانستان کې د متحده ایالتونو او د هغوی د متحدینو د امنیت له ګواښلو څخه د هرې ډلې یا فرد مخنیوی کوي، او له جلب و جذب، روزنې او بسپنې ټولولو څخه به یې منع کوي او کوربه توب به یې نه کوي.

۴- د افغانستان اسلامي امارت، چې متحده ایالتونه یې د دولت په توګه نه پیژني او د طالبانو په نوم یې پيژني، ژمنه کوي چې له هغو کسانو سره چې په افغانستان کې پناه اخلي یا د استوګنې غوښتنه کوي، د مهاجرت د نړیوالو قوانینو او په دغه توافقنامه کې د شوو ژمنو سره سم چلند کوي، تر څو دغه ډول افراد د متحده ایالتونو او د هغوی د متحدینو امنیت ته ګواښ پیښ نه کړي.

۵-  د افغانستان اسلامي امارت، چې متحده ایالتونه یې د دولت په توګه نه پیژني او د طالبانو په نوم یې پيژني، به هیڅ یوه بهرني وګړي ته چې د متحده ایالتونو او د هغوی د متحدینو امنیت ګواښي، ویزه، پاسپورټ، د سفر جواز او نور قانوني اسناد ورنه کړي چې افغانستان ته داخل شي.

دریمه برخه

۱- متحده ایالتونه به د ملګرو ملتونو د امنیت شوری لخوا د دې توافقنامې په رسمیت پيژندلو او تائید غوښتنه کوي.

۲- متحده ایالتونه او د افغانستان اسلامي امارت، چې متحده ایالتونه یې د دولت په توګه نه پیژني او د طالبانو په نوم یې پيژني، یو له بل سره مثبتې اړیکي غواړي او هیله لري چې د متحده ایالتونو او د بین الافغاني ډیالوګ او مذاکراتو له لارې تر جوړجاړي وروسته د نوي افغان اسلامي حکومت تر منځ اړیکې مثبتې وي.

۳- متحده ایالتونه به د بین الافغاني ډیالوګ او مذاکراتو له لارې تر جوړجاړې وروسته د نوي افغان اسلامي حکومت لپاره د بیارغولو اقتصادي مرستې وغواړي، او په کورنیو چارو کې به یې لاسوهنه نه کوي.‌

دغه توافقنامه چې په پښتو، دري او انګلیسي ژبو لیکل شوې ده، د قطر په پلازمینه دوحه کې په ۵/رجب/۱۴۴۱هـ ق – ۱۰/حوت/۱۳۹۸هـ ش – ۲۹/فبروري/۲۰۲۰م لاسلیک شوه، دریواړه متنه يې مساوي اعتبار لري.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ملا عبدالغني برادر

د طالبانو د مشر سياسي مرستيال او د قطر د سياسي دفتر مشر

د افغانستان اسلامي امارت، چې متحده ایالتونه یې د دولت په توګه نه پیژني او د طالبانو په نوم یې پيژني، لخوا

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ډاکټر زلمی خليلزاد

د افغان قضيې د سياسي حل لپاره د امریکا ځانګړی استازی

د امریکا د متحده ایالتونو لخوا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x