
د ټولنيزو شبکو کاروونکو ته سپارښتنه
محمد يعقوب نائل
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : په تاسو کې راته گران هغه دی چې اخلاق يې سم وي.
إن أحبكم إلي أحسنكم أخلاقا (معجم طبراني)
په ټولنيزو رسنيو کې کله کله وينم چې خلک د قلم ډېر سپکاوی کوي، څنگه يې چې خوښه شي، همغسې خپل قلم تاووي، په خپله خبره هيڅ فکر نه کوي چې زه څه ليکم، څه وايم او څه گورم؟ ايا زما څخه به ددې ليکنې پوښتنه کيږي او که زه همداسې بې پوښتنې پيدا شوی يم او بې پوښتنې به ددې نړۍ څخه رخصتېږم.
نه د مشرانو لحاظ وينم، نه د عالمانو لحاظ وينم، نه په کشرانو شفقت په سترگو کيږي.
موږ وينو چې دې ټولنيزو شبکو ځوان نسل خراب کړو، خو موږ هم بايد داسې ونه کړو چې په لوی لاس ځانونه د هلاکت کندې ته وغورځوو، شپه او ورځ مو د موبائل سره تېره شي، ښه د کار خلک به وي، په کور او کلي کې به هغوی ته ډېر لوی کارونه پراته وي، د ډېرو خلکو اميدونه به ورته وي، خو په لوی لاس به يې د موبائل سره ځان داسې مصروفه کړی وي چې ته به فکر کوې، دا تر ټولو مهم کار دی، والله ځينې يې اوس په نوي لوبو (گيمونو) دومره عاشقان شوي دي چې مېلمانه به ورته ولاړ وي، ستړي مشي به تر هغه پورې ورته نه وايي چې تر څو يې خپله لوبه پای ته نه وي رسولې. (دا اوس څه شی شو؟)
موږ پوهيږو چې په دې ټولنيزو رسنيو کې هر شخص ته د رايې آزادي ورکول شوې ده، خو ددې دا مطلب نه شي کېدی چې موږ يې د اسلام سره په ټکر کې واقع کړو، څه چې زموږ د زړه خوښه وي، هغه به ليکو، څه چې زموږ د خواهش خوښه وي، هغه به وايو، څه چې د شيطان خوښه وي، هغه به گورو.
بلکې د خپلې اسلامي دندې ادا کولو په اساس بايد کوشش وکړو چې همدا رسنۍ زموږ د هدايت ذريعه وگرځي، زموږ د هلاکت ذريعه ونه گرځي، سبا به مړه يو، د همدې رسنۍ کيلي (چابي) به زموږ سره لاړه شي، خو د قيامت ورځ لرې نه ده چې بيا به زموږ خلاف شاهدي ادا کوي.
کمال دا دی چې موږ پکې اسلامي خپرونې ولرو، اسلامي معلومات خپاره کړو، ټول هغه ملگري چې فحاشي خپروي، لومړی يې په دې پوه کړئ چې ددې وړوکي د فحاشی کور څخه راووځي او اسلامي شيان ورته مخې ته کېږدو، ځکه چې په فحشا سره يوازې د يو ځوان ژوند نه، بلکې د ټولې معاشرې ژوند خرابيږي، سبا به همدا ځوان د کور مشر شي، که خپله په فحشا اخته وي، نو نور خلک به څنگه منع کړي، خپل ماشومان به څنگه منع کړي، نورو ته به څنگه توصيه وکړي؟
که په نصيحت نه پوهيږي؛ نو د ملگرتيا له لسته يې وباسئ څو د هغه خپرونې نورو مصلحينو ملگرو ته ونه رسيږي.
د ټولنيزو رسنيو د سمون په موخه!