
روسيه: د طالب مشرانو نومونه بايد له تور نوملړه وويستل شي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۴ کب، ۱۳۹۸ل): روسيه وايي، د افغانستان سولې کې د لا ښه پرمختګ لپاره اړينه ده، چې د طالب مشرانو نومونه د ملګرو ملتونو امنيت شورا له تور نوملړه وويستل شي.
افغانستان لپاره د روسې د ولسمشر ويلاديمير پوټين ځانګړي استازي ضمير کابلوف له امنيت شورا غوښتي، چې د روان کال تر مې مياشتې د طالب مشرانو نومونه بايد له تور ليسته وويستل شي.
د کابلوف په خبره که امنيت شورا د طالب مشرانو نومونه له تور نوملړه وباسي، روسيه هم چمتو ده پر طالبانو لګېدلي بنديزونه لرې کړي.
د طالب مشرانو نومونه له تور نوملړه ويستل د طالبانو سربېره د سولې د ذيدخلو جهتونو هم ده.
طالبان او د سولې ذيدخله هېوادونو مسؤولين او د سولې فعالان وايي، د سولې په چارو کې د لا ښه پرمختګ لپاره بايد د طالب ډيپلوماټانو نومونه له تور نوملړه وويستل شي.
کابلوف دا څرګندونې وروسته تر هغه کړي، چې د تېرې فبرورۍ په ۲۹مه د امريکا او طالبانو ترمنځ د روانې جګړې د پای رسولو لپاره د سولې تړون لاسليک شو، خو لا هم د بین الافغاني خبرو جنجالي پروسه پر مخ پاتې ده.
ښه اقدام دی دروسی اقدام دستایلو وړدی داسی اقدام به په روسیه او روسی ته ورته نظرلرنکیو هیوادونوته دامنیت پیغام ورکوی
دا سمه ده چه اوس یوه نیمه خبره (او هغه هم په ډیر احتطیاط ) ښی کوی . په کار دا وو چه د امریکایانو او ناتو په مقابل کی د خپلی غچ اخستنی چه ناتو او امریکا د روسییی سرو فوځونو او وارسا کمونستی پکت په مقابل کی په هر اړخیزه او علنی ډول سنګر کی ولاړ وو ویینی د افغانانو ، وسلی او ډالری د امریکا او ناتو په کار اچول شوی کمونیزم ته یی نه یواځی له افغانستان ماتی ورکړه بلکه له شرقی اروپا، مرکزی اسیا او حتی له روسی ماتی ورکړه یعنی د شوروی اتخاد نوم… نور لوستل »