افغانستانسولې اړوند خبرونه

د طالبانو سیاسي دفتر: په توافقنامه کې شوې ژمنې عملي کوو، تر څو د جګړې شدت کم شي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۴ کب، ۱۳۹۸ل):په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر وايي، دوی له امریکایي لوري سره په توافقنامه کې شوې ژمنې یو په بل پسې عملي کوي، تر څو د جګړې شدت را کم شي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «سهیل شاهین» په همدې تړاو په خپل ټویټر لیکلي «اسلامي امارت له پلان سره سم د توافقنامې ټولې برخې یو په بل پسې عملي کوي تر څو د جنګ د شدت مخه ونیول شي.»

شاهین ددې تر څنګ غږ کړی، چې مقابل لوری دې هم د توافقنامي د ټولو برخو په عملي کولو کې خنډونه له منځه یوسي ترڅوسرتاسري سولي ته لاره هواره او افغان ولس له خپلو اساسي حقوقو برخمن شي.

د طالبانو سیاسي دفتر وروسته له هغه دا څرګندونې کوي، چې نن د هلمند ولایت په نهر سراج ولسوالۍ کې بهرنیو ځواکونو هغه وخت طالبان د هوایي برید هدف وګرځول، کله چې هغوی د دولتي عسکرو په پوسته برید روان کړی وو.

د امریکایي ځواکونو ویاند د شوي برید د خبر تر څنګ له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل مشروط بللي وو او ټینګار یې کړی وو، چې طالبانو له دوی سره په کړې توافقنامه کې د جګړې د شدت په کموالي موافقه کړې.

په ورته وخت کې یو شمېر داسې اندېښنې راوپارېدې، چې ګواکي د بهرنیانو له لوري شوی هوایي برید د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوې توافقنامې نقض دی؛ خو طالبانو ته نږدې سرچیني وایي، له امریکا سره په شوې هوکړه کې ویل شوي، بهرني ځواکونه هغه وخت په طالبانو هوايي برید کولای شي، کله چې په عسکرو برید روان وي؛ خو کله چې طالبان ساحه پرېږدي او یا د عسکرو مرکز ونیسي، بهرني عسکر بیا د طالب جنګیالیو د تعقیب او یا هم په نیول شوي مرکز د برید حق نلري.

د شنونکو په باور، بهرنیانو له دې ویرې، چې ددوی په شتون کې کابل حکومت د طالبانو لاس ته ونه لوېږي، له خپلو داخلي همسنګرو د دفاع ماده په توافقنامه کې ځای کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

د جګړی شدت په سوک سره کمیږی له کافرو سره سوله، له افغانانو سره جګړه بیا دا کوم اسلام دی. واضحه خبره ده چی د پنجاب ګټو ته کار کوی.

غمی.پښتین

جوړ تازه.
شاهین ته.
د امریکا سره د توافقنامه ژمنی پریږده،
د الله ج سره ژمنه به کله عملی کوی ؟د مسلمان عسکر له قتل څخه به کله لاس واخلی؟
پخوا خو وویل چه ملک کی کافران دی،اوس خو کافران هم په وتو دی،
نو دا جنګ ته زور ورکول څه معنی؟که مو ولس باندی زړونه نه دی ساړه؟

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x