افغانستانسولې اړوند خبرونه

زلمی خلیلزاد کابل ته راغلی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۴ کب، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» له دوحې څخه کابل ته راغلی.

طلوع نیوز د اجرائيه ریاست له قوله لیکلي، چې خلیلزاد کابل ته له رارسېدو سره سم له اجرائیه رییس «عبدالله عبدالله» سره لیدلي او په یو شمېر موضوعاتو ورسره غږېدلی.

بل لور ته «کابل نیوز» د یو شمېر سرچینو په حواله وایي، چې خلیلزاد به د سولې اړوند خبرو، له طالبانو سره د مذاکراتي پلاوي د ټاکلو او د انتخاباتو د کړکیچ  اواري په برخه کې له حکومتي مشرانو او افغان سیاستوالو سره وګوري.

زلمی خلیلزاد داسې مهال کابل ته راځي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوی توافق له مخې، باید د روانې میلادي میاشتې په لسمه نېټه بین الافغاني مذاکرات پیل شي.

ارګ لا هم نه دی توانېدلی، له سیاسیونو او اجرائيه ریاست سره خپل اختلافات حل کړي او د افغانانو د خپلمنځي خبرو لپاره یو ټولمنلی پلاوی وټاکي.

ارګ وایي، د مذاکراتو لپاره ټاکل کېدونکی پلاوی به محدود وي، لږ کسان به یې برخه وال وي او واکونه  به یې هم د حدودو دننه وي.

اجرائيه ریاست بیا د ارګ د پلاوي د رد تر څنګ خپل ټیم ټاکلی او ټینګار یې کړی، چې له دوی سره د ارګ له لوري د جوړ شوي پلاوي په تشکیل کې مشوره نه ده شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x