روغتیانړۍ

د ایران د پارلمان ۲۳ غړي پر کرونا ویروس اخته شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۴ کب، ۱۳۹۸ل): له چین وروسته ایران لومړنی هېواد دی چې د کرونا ویروس د مړینو زیاتې پېښې په کې ثبت شوي دي.

د ایران د پارلمان مرستیال دولتي رسنیو ته ویلي چې د یاد هېواد د پارلمان ۲۳ غړي پر کرونا ویروس اخته شوي، د یادونې ده چې د ایران د پارلمان ټول غړي ۲۹۰ تنه دي.

د ایران دولتي خبري اژانس ویلي چې ددغه هېواد د بیړني طبي خدماتو مشر هم د کرونا ویروس (کووید ۱۹) ښکار شوی دی.

د ولسې جرګې لومړي مرستیال عبد الرضا مصري خبریالانو ته وویل چې تر دې دمه د پارلمان ۲۳ غړو کې د کرونا ازموینه مثبته ثابت شوې ده.

له دې وړاندې د ایران د عامې روغتیا وزارت مرستیال ایراج حریرچي او د ولسمشر حسن روحاني مرستیاله هم پر کرونا ویروس اخته شوې ده.

بل لوري ته د ایران رهبري مشر ایت الله خامنه يي د کرونا ویروس په مخنیوي او د روغتیا وزارت سره د مرستې لپاره ۳۰۰زره فوځ د خدمت لپاره ټاکلی دی.

د ایران ولسمشر حسن روحاني نن د چهارشنبې په ورځ د کابینې غونډې ته د خبرو پرمهال وویل چې کرونا ویروس د ایران نږدې هر ولایت ته رسیدلی دی.

په ایران کې تر دې دمه پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېره له ۲۳۰۰ څخه پورته شوې، مګر تر دې مهاله ۹۲ تنه مړه شوي دي.

باید وویل شي چې د چین له ووهان ښار څخه خپور شوي کرونا ویروس تر دې دمه مهال په ټولۍ نړۍ کې تر ۳زرو زیات کسان وژلي او نږدې ۹۰زره پر دغه ویروس اخته شوي دي.

دغه ویروس اوس د نړۍ په ۸۱ هېوادونو کې خپور شوی چې له چین بهر یې د اخته شویو کسانو شمېر هم د انديښنې وړ ښودل کیږي.

په افغانستان او پاکستان کې هم د یاد ویروس پېښې ثابتې شوي دي، پاکستان کې ۵ تنه اخته شوي چې لومړۍ پېښه یې د فروري میاشتې په ۲۶ نېټه ثبت شوه خو په افغانستان کې یوازې یو کس پر دغه ناروغۍ اخته شوی چې دغه پېښه هم د تیرې فروري میاشتې په ۲۰مه نېټه په هرات کې ثبته شوې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x