ورزش

کیرن پولارډ په شل اوریزو کې ۵۰۰ سیالۍ او ۱۰زره منډې بشپړې کړې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۴ کب، ۱۳۹۸ل): د ویسټ انډیز لوبډلې تکړه لوبغاړي او اوسني لوبډلمشر کیرن پولارډ په شل اوریزو سیالیو کې ۵۰۰ لوبې او ۱۰زره منډې بشپړې کړې.

کیرن پولارډ د نړۍ لومړی لوبغاړی شو چې دغه څلي ته رسیږي، نوموړي دغه ریکارډ د سریلانکا پر وړاندې په شل اوریزو سیالۍ کې بشپړ کړ.

د ویسټ انډيز او سریلانکا لوبډلو ترمنځ لومړۍ شل اوریزې سیالۍ نن د چهارشنبې په ورځ ترسره شوه چې ویسټ انډيز د ۲۵ منډو په توپیر بریا خپله کړه.

کیرن پولارډ په دغه لوبه کې په ۱۵ توپونو چټکې ۳۴ منډې جوړې کړې.

کیرن پولارډ نږدې د نړۍ په هر تجارتي لیګ کې لوبېدلی چې د توپ وهنې ترڅنګ په توپ اچونه کې هم ښه ثابتېدلی شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x