روغتیانړۍ

کرونا ویروس تر دې دمه د نړۍ په «۸۱» هېوادونو کې خپور شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۵ کب، ۱۳۹۸ل): د کرونا ویروس له چین پرته په نورو هېوادونو کې هم په چټکۍ سره خپریږي، چې اوس سویلي کوریا ددې پر وړاندې د بشپړې مبارزې اعلان کړی دی.

د تیر ۲۰۱۹م کال په دیسمبر میاشت کې د چین له ووهان ښار سره خپریدونکی کرونا ویروس د افغانستان په ګډون د نړۍ ۸۱ هېوادونو ته خپور شوی، او نړیوال ددې وبا مخنیوي لپاره جدي ګامونه پورته کوي.

په نړۍ کې تر دې مهاله د کرونا ویروس له ۹۰زرو زیاتې پېښې راپور شوي، چې ډيرې یې په چین، بیا په سویلي کوریا، جاپان، ایران، ایټالیا، فرانسه او داسې نورو هېوادونو کې ثبت شوي دي. مغرب، اندورا، ایسلنډ، ارمینیا ارجنټاین او ګڼو نورو هېوادونو کې هم لومړۍ پېښې راپور شوي دي.

چین کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۱۸ نوې پېښې تایید شوي او ۳۸ ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په دې سره چین کې د اخته کسانو شمېر له ۸۰زرو پورته کیږي، مګر له دې څخه تر دې دمه له ۵۰زره زیات ناروغان له رغېدو وروسته رخصت شوي دي.

پر کرونا ویروس د ټولو اخته کسانو دقیقه شمېره «۹۳۴۵۵» تنو ته پورته شوې، په داسې حال کې چې د مړینو شمېره «۳۱۹۸» ده، مګر «۵۰۶۹۰» ناروغان له روغېدو وروسته کورونو ته رخصت شوي دي.

سعودي چې وړمه ورځ یې د لومړي ناروغ پېښه ثبت کړې وه شېبه وړاندې د دویمې پېښې راپور هم ورکړ، سعودي چارواکو د بهرنیو زیارت کونکو سربېره داخلي زیارت کونکي هم له عمرې ادا کولو منع کړي دي.

په سویلي کوریا کې ۵۱۶ نوې پېښې ثبت شوي، په داسې حال کې چې ۲۳۰۰ ناروغان په روغتونونو کې د بستریدو او د تشخیص او درملنې لپاره ځای نه لري.

ایران چې له چین وروسته په کې د کرونا له کبله زیاته مړینه رامنځته شوې، اوس ایټالیا کې دغه شمېره له دې هم پورته شوه، ایټالیا کې په ټولیز ډول ۱۰۷ کسان مړه شوي په داسې حال کې چې ایران کې دغه شمېره ۷۷ تنو ته رسیدلې.

باید وویل شي چې د کرونا ویروس له کبله ایټالیا مکتبونه، پوهنتونونه او بېلا بېل کانفرانسونه د لنډې مودې لپاره ځنډولي دي. دغه هېواد کې به د اپریل میاشتې تر ۳مې نیټې پورې د فوټبال تجارتي سیالۍ د نندارچیانو پرته ترسره کیږي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني په خپلو نوي څرګندونو کې ویلي چې نږدې د ایران په ټولو ولایتونو کې د کرونا ویروس پېښې ثبت شوي دي، د ایران روغتیا وزارت د سه شنبې په ورځ ۵۸۶ نوې پېښې ثبت کړي دي.

د روغتیا نړیوال اعلان وکړ چې د کرونا ویروس په ایران کې ورځ تر بلې راټوکیږي، دوی خبرداری ورکړ چې د کرونا ویروس پرمخ د کارمندانو لپاره د روغتیایي تجهیزاتو نشتوالی ددې د مخنیوي هڅې پيچلې کړې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان مشر «تیدروس ادانوم ګیبریسوس» زیاتوي، «لکه څرنګه چې د کرونا ویروس په نړیواله کچه پراختیا مومي او د ګڼو مړینو لامل کیږي، دا شمېره ښيي چې پر دې کنترول راوستل اسانه نه دي».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x