افغانستانسولې اړوند خبرونه

د امریکا دفاع وزیر او لوی درستیز:  طالبان تر دې دمه خپلو کړو ژمنو ته ژمن پاتې شوي/ویډيو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۵ کب، ۱۳۹۸ل): د امریکا د متحده ایالاتو لوړ پوړي امنیتي چارواکي وایي، له طالبانو سره د شوي توافق څلور ورځې تېرېږي اوهغوی لا هم تر دې دمه خپلو ژمنو ته ژمن پاتې شوي.

دغه څرګندونې د امریکا دفاع وزیر «مارک ایسپر» او ددې هیواد لوی درستیز «مارک میلي» تېره ورځ یوې ناستې ته وکړې.

دفاع وزیر وویل « موږ د تېرې شنبې په ورځ د یوه تاریخي فرصت تړون لاسلیک کړ، چې په مټ یې کېدلای شي، د افغانانو خپلمنځي خبرو ته لاره هواره شي، د شوي تړون له مخې موږ کولای شو د افغان امنیتي ځواکونو دفاع وکړو اوما کابل ته د خپل سفر په مهال په دې برخه کې هغوی ته ډاډ ورکړ.»

د نوموړي په خبره، طالبان تر دې دمه خپلو تعهداتو ته ژمن پاتې شوي، بریدونه یې له ۱۲۵ څخه ۱۵ ته راکښته کړي او همدا ددوی کنټرول ثابتوي.

په نوموړي سربېره  د امریکا لوی درستیز «مارک میلي» هم یاده کړه، چې طالبانو تر دې دمه په لویو ښارونو کې سترې پلان شوې حملې نه دي کړي، سرتېرې او موټر بم بریدونه یې نه دي کړي او له شوي توافق سره سم یې امریکايي او ایتلافي ځواکونه د برید هدف نه دي ګرځولي.

د میلي په خبره، پر طالبانو باندې د تېرې ورځې شوی هوایي برید یوازې د افغان امنیتي ځواکونو د دفاع په خاطر وو.

د طالبانو او امریکا تر منځ له شوي توافق پنځه ورځې تېرېږي، تر دې دمه دواړه لوري له توافق خوښ ښکاري، د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» د طالبانو له مرستیال مشر «ملا برادر اخند» سره د تلیفون له لارې غږېدلی او دواړو لورو شویو توافقاتو ته په ژمنتیا ټینګار کړی.

تېره ورځ د هلمند ولایت په نهر سراج ولسوالۍ کې په طالبانو باندې د امریکایي ځواکونو هوايي برید یو شمېر اندېښنې راوپارلې  او داسې ګڼل  کېدله، چې ګواکي امریکایي لوري توافق نقض کړی؛ خو د طالبانو سیاسي دفتر ته نږدې سرچینې وایي، له امریکا سره په شوې هوکړه کې ویل شوي، بهرني ځواکونه هغه وخت په طالبانو هوايي برید کولای شي، کله چې په عسکرو برید روان وي؛ خو کله چې طالبان ساحه پرېږدي او یا د عسکرو مرکز نیسي، بهرني عسکر بیا د طالب جنګیالیو د تعقیب او یا هم په نیول شوي مرکز د برید حق نلري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x