افغانستانسولې اړوند خبرونه

طالبان: زموږ او امریکا تر منځ هيڅ ډول پټ اسناد نشته

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۵ کب، ۱۳۹۸ل): په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر وایي، له امریکا سره په شوي تړون کې هيڅ ډول پټ اسناد شته او په دې اړه خپاره شوي راپورونه د مغرضو کړیو کار دی.

دغه څرګندونې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «سهیل شاهین» په خپل ټویټر لیکلي، نوموړي ویلي «زمونږ او د امریکا ترمینځ هیڅ ډول پټ اسناد نشته. یوه توافقنامه ده چې په مطبوعاتو کې راغلې او بل د توافقنامې تشریح ده چې د توافقنامې هر بند تشریح کوي اود تطبیق میکانیزم یا ضمایم بلل کیږي.»

د شاهین په خبره، له دې پرته بل هیڅ داسې سند نشته، چې پټ دې ساتل شوي او د ځینو جعلي پاڼو له لوري په دې تړاو خپاره شوي راپورونه پروپاګند دی.

یاده دې وي، چې د امریکا او طالبانو تر منځ د توافقنامې له لاسلیک وروسته، یو شمېر رسنیو راپورونه وکړل، چې ګواکي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، له طالبانو سره په شوي توافق کې دوه محرم اجرايي اسناد شته، چې دی یې یوازې کانګرس ته ویل غواړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

طالبانووروڼوته دالله دقرآنکریم هدایت 116 وَ إِنْ تُطِعْ أَکْثَرَ مَنْ فِی الأَرْضِ یُضِلُّوکَ عَنْ سَبیلِ اللّهِ إِنْ یَتَّبِعُونَ إِلاَّ الظَّنَّ وَ إِنْ هُمْ إِلاّ یَخْرُصُونَ اوکه چیری ته خبره ومنی داکثرودهغونه چه په زمکه کښی دی نودوی به ګمراه کی تادالله دلاری نه دوی پیروی نکوی مګردګمان اونه دی دوی مګرصرف خیالی خبری کوی- نودیموکراسی په داسی ملک کی چه ۴۰کاله جنګ ځپلۍ وی تعلیم نه لری څشی تشخیصولای سی اوبل دیموکراس بیله خرڅولواورانیولو بل شۍ ندی. إِنَّ رَبَّکَ هُوَ أَعْلَمُ مَنْ یَضِلُّ عَنْ سَبیلِهِ وَ هُوَ أَعْلَمُ بِالْمُهْتَدین (الانعام ۱۱۶-۱۱۷) بیشکه ستارب ښه پوه دۍ چه څوک لیری کیږی… نور لوستل »

پتمن

عبدالواحد اڅکزی صاحب ستاسو داستدلالونوڅخه معلومیږی چی معلومات لری او الله ج دی نورهم د علم په ګیڼه ښایسته او مجهزکړه. پاته سوه داسلامی امارت د لوړپوړوچارواکو څخه ستاسو غوښتنه. ستاسو ملګرتیا او غوښتنه پرځای ده خو دا حتمی نده چی تاسو به اسلام اووطن ته هغه وخت خدمت کوی چی اسلامی امارت مو په څنګ کښی واخلی، بلګی ددی ملت او وطن چوپړ داسلام په رڼا کښی پرهرنارینه اوښځینه لازم دی چی په هروخت، هرځای او هرحالت کښی یی سرته ورسوی. زما مطلب داندی چی تاسو خدای مګړه بده غوښتنه کړی ده. بلکی مطلب می دادی چی ترهغه وخته… نور لوستل »

امین

مایک پمپیو دروغ ویلی دی هغه پټ اسناد چی دامریکی سنا ولیدل او تری ډاډه شول دادروغ دی نو جنرل سهیل شاهین صاحب ته درشتیا وایی . لعنت الله علی الکذبین

الحاج استاذ بیانزی

د لیکنو او تبصرو ترمنځ توپیر همدا چه لیکنی مستقلی او یوه ځانګړی مسله یا موضع باندی فوکس لری او هغه تشریح کوی، مګر تبصری کوچنی او د هماغه لیکنی په اړه د رد یا تایید دلایل لیکی، دا هم لیکونکی او هم تبصره کونکو پوری اړه لری چه لیکنه یا تبصره یی په څومره عقلی او نقلی دلایلو تکیه لری. د مثال په ډول امین صاحب دپورته لیکنی په اړه لنډی څو جملی لیکلی او اڅکزی صاحب لویه او ډیره موثره تبصره لیکلی له نقلی دلایلو څخه یی استفاده کړی او ډیره معقولو موخو ته یی ګوته نیولی چه… نور لوستل »

مجاهد

تر ټولو لمړی دا خبره چه لوی غټ مخی شیطان ( پمپیو ) د یوی امریکایی ژورنالستی یاکانګرسی سره خبری کولی وویل [ مونږ خپله واوریدلی ] چه: ** مونږ د طالبانو د مذاکراتی ټیم سره دوه پټی خبری لرو نه یی غواړو چه افشا یی کړو که کانګرس یی د خبریدو غوښتنه لری مرموزه دی ولولی رسنیو سره دی نه شریکوی چه له امله یی زمونږ نظامیانو ته تاوان رسوی.** مونږ واوریدلی مګر ( باور ) مو ځکه نه کړی چه مونږ ته د طالب مشرانو او کشرانو رښتونوالی او سپیڅلتیا په ډاګه ده مونږ یی درناوی کوو نه… نور لوستل »

عظیمی

مجاهد صاحب دا اخیری جملی دی خوند رانه کی. ” … منتظر ووم، ” یعنی شک دی درلودی ؟ مګر مونږ دستی وویل چه دا بیا د شیطانانو دسیسه ده. د اسلام رښتنی بچی دوه مخه نه وی.

Back to top button
6
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x