افغانستان

خلیلزاد په کابل کې له عبدالله عبدالله او حامد کرزي سره ليدلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۵ کب، ۱۳۹۸ل): د افغانستان سولې لپاره د امريکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په دوحه کې د امريکا او طالبانو تر هوکړې وروسته کابل ته راغلی او دلته يې د ګډ حکومت له اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله، پخواني ولسمشر حامد کرزي او يو شمېر نورو سياستوالو سره ليدلي دي.

د ګډ حکومت اجرائيه رياست مطبوعاتي دفتر وايي، عبدالله عبدالله د ثبات او همپالنې ټيم د غړو په ملتيا له ښاغلي خلیلزاد سره ليدلي او له طالبانو سره د سولې تړون په لاسليکېدو يې د هغه هڅې ستايلي او مبارکي يې ورکړې ده.

له سپيدار ماڼۍ په خپرې شوې اعلاميه کې راغلي، په دغه ليدنه کې د سولې تړون په عملي کولو، بین الافغاني مذاکراتو لپاره د باور جوړونې او همدارنګه د تلپاتې سولې په لارو چارو خبرې وشوې.

سپيدار ماڼۍ وايي، له امريکايي پلاوي سره يې له ولسمشريزو ټاکنو وروسته پيدا شوي ټاکنيز بحران، د پايلو ناقانونه اعلان او ورته نورو موضوعاتو هم خبرې کړي دي.

خلیلزاد له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره هم ليدلي دي.

د پخواني ولسمشر له دفتره په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې حامد کرزي له زلمي خلیلزاد سره د تلپاتې سولې او واحد مرکزي حکومت په جوړولو خبرې کړي دي.

اعلاميه زياتوي، چې حامد کرزي د امريکا او طالبانو ترمنځ د شوي تړون ملاتړ او هرکلی کړی او په دې اړه يې د خلیلزاد هڅې ستايلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x