افغانستانسولې اړوند خبرونه

خلیلزاد: امریکا د بندیانو د خلاصولو په برخه کې اسانتیاوو برابرولو ته ژمنه ده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۵ کب، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» وایي، د امریکا متحده ایالات ژمن دي، د بندیانو د خلاصون په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

خلیلزاد دغه څرګندونې کابل ته له راتګ او دلته له سیاسیونو سره تر لیدنو وروسته کړې، نوموړی ویلي، چې تېره ورځ یې له ملا برادر اخند او د هغه له ټیم سره لیدلي او په مهال یې د ولسمشر ټرمپ رغنیزې تلیفونې خبرې هم شوې او پرېکړه شوې، چې په افغانستان کې باید یوې سرتاسري سولې ته لاره هواره شي.

خلیلزاد زیاته کړې « د بندیانو د خلاصون د بحث تر څنګ موږ یاده کړه، چې د جګړې د شدت زیاتوالی شوي توافق ته خطر دی او باید په سمدستي توګه اور کم شي.»

د نوموړي په قول، د امریکا متحده ایالات ژمن دي، د بندیانو د خلاصون په برخه کې تسهیلات رامنځته کړي او ټول لوري وهڅوي یو شمېر بندیان خلاص کړي.

خلیلزاد ددې تر څنګ په افغانانو د اتحاد غږ کړی، د سولې او بین الافغاني مذاکراتو په وړاندې د پرتو خنډونو د لیري کولو هوډ یې څرګند کړی او ټینګار یې کړی، چې دا تاریخي فرصت باید له لاسه ورنکړل شي.

یاده دې وي، چې د امریکا او طالبانو تر منځ د شوي توافق له مخې متحده ایالات ژمن دي، د طالبانو پنځه زره بندیان خلاص کړي او په بدل کې به یې طالبان زر حکومت پلوه بندیان خلاصوي؛ خو د ګډ حکومت مشر «اشرف غني» بیا د طالب زندانیانو له خلاصولو نټه کړې او دا یې د خپل حکومت صلاحیت بللی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x