افغانستاند سولې څارسولې اړوند خبرونه

ملي امنيت شورا: تر پنځلس زرو طالبان په حکومتي زندانونو کې بنديان دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۵ کب، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت ملي امنيت شورا وايي، په حکومتي زندانونو له لسو تر پنځلس زرو طالب بنديان پراته دي.

امنيت شورا يو ځل بيا ټينګار کړی، چې د بین الافغاني خبرو له پيل مخکې به پنځه زر طالب بنديان خوشې نه کړي.

د امنيت شورا وياند جاويد فیصل وايي، د بین الافغاني خبرو له پيل مخکې د پنځه زره طالب بنديانو خلاصون ناشونی دی او دا غوښتنې بايد د خپلمنځي خبرو پر مهال مطرح شي.

د ملي امنيت شورا چارواکي ادعا کوي، چې په دې بنديانو کې يو شمېر هغه بهرنيان هم دي، چې د طالبانو په ملاتړ جګړو پر مهال نيول شوي، خو د دې ادعا لپاره يې کوم سند نه دی وړاندې کړی.

حکومتي چارواکو تر دې وړاندې هم د بهرنيو جنګياليو د نيولو ادعاوې کړي، خو رسنيو او خلکو ته يې په دې اړه قانع کوونکي دلائل نه دي وړاندې کړي.

که څه هم د ګډ حکومت مشر اشرف غني او د هغه مطبوعاتي ټيم د بنديانو له خلاصون سره مخالفت ښيي، خو طالبان وايي، امريکا ورسره په لاسليک شوې هوکړه کې ژمنه کړې، چې د بین الافغاني خبرو له پيل مخکې به د پنځو زرو طالب بنديانو خلاصون يقني کېږي او دې سره به بین الافغاني خبرو ته زمينه برابره شي.

د چارو کارپوهان هم وايي، اشرف غني به د طالب بنديانو خوشې کولو ته مجبور کړی شي.

د افغان چارواکو کارپوه او امريکا مېشتی پاکستانی خبريال احمد رشيد وايي، امريکا له طالبانو سره د هغوی د پنځو زرو بنديانو د خوشې کولو ژمنه کړې او بالاخره به هم اشرف غني مجبوريږي، د امريکا غوښتنه ومني، خو ښايي دا غوښتنه لږ وځنډيږي او ورسره بین الافغاني خبرې هم له ځنډ او خڼد سره مخ شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
RAZMOHAMMED KAMAWALL

یو دولت دری ارګانونه لری۱- ریس جمهور ۲- قضاییه قوه څارنوالی او ستره محکمه ۳- پارالمان
د بندیانو ازادیدل د ستری مخکمی کار دی۰ بندیان د افغانانو د قتل مجرمین دی۰ مخکمه به فیصله کوی او یا د سولی وروسته تبادله کیږی۰ د ای اس ای جاسوسان جلا خبره ده۰مننه

مجاهد

د یوه هیواد هم نه د امریکا په مشری د ۵۰ هیوادو له خوا اشغال شوی هیواد کی حکومت شتون نه لری حکومت د هغه هیواد د خلکو له خوا جوړیږی او د اشغالګرو له خوا د هغوی د موخو د تر لاسه کولو د پاره د یوی اداری جوړولو ته حکومت نه بلکه یوه غلامه اداره ویل کیږی. په ځانګړی ډول د کابل غلامه اداره سربیره په غلامه یوه ناوړه او فاسده اداره هم ده چه له امله یی زمونږ هیواد د فساد په لمړی درجه کی درولی ، زمونږ هیواد یی د نشه توکو نړیوال مارکیت او زمونږ… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x