افغانستانسولې اړوند خبرونه

عرب لیګ د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي تړون هرکلی کړی او دقطر هڅې یې ستایلې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۵ کب، ۱۳۹۸ل): د عرب لیګ هیوادونو د طالبانو او امریکا تر منځ په دوحه کې له شوي تړون هرکلی کړی او د افغان سولې په برخه کې یې د قطر هیواد هڅې ستایلې.

په همدې تړاو خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د امریکا او طالبانو تر منځ د قطر په منځګړیتوب  شوی تړون په افغانستان کې د یوې سرتاسري او پایدارې سولې د راتګ په برخه کې لومړنی او مهم ګام دی.

اعلامیه کې عرب لیګ هیوادونو له قطر ځانګړې مننه کړې، چې د افغانستان د سولې په برخه کې یې نه ستړې کېدونکې هڅې کړې او هیله یې څرګنده کړې، چې شوی تړون به د افغان ټولنې مختلف اړخونه له یو بل سره نږدې کړي.

عرب لیګ هیوادونو ددې تر څنګ د افغانستان د سولې په برخه کې د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» او طالبانو هڅې هم رغنیزې بللې او مننه یې ترې کړې.

د طالبانو او امریکا تر منځ د تېرې میلادي میاشتې په ۲۹ مه نېټه د سولې تړون لاسلیک شو، چې له مخې به یې ټول بهرني ځواکونه د څوارلس میاشتو دننه افغانستان پرېږدي او بین الافغاني مذاکرات به پیل کېږي.

تر دې دمه طالبان او امریکايي لوری له شوي توافق خوښ ښکاري او د وروستیو ګامونو په اړه سلا مشورې کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x