افغانستاند سولې څارسولې اړوند خبرونه

اشرف غني: موږ د جګړې ګټونکي يو او اساسي قانون زموږ سره کرښه ده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۵ کب، ۱۳۹۸ل): د کابل حکومت مشر اشرف غني يو ځل بيا د سولې پر وړاندې د نوو خنډونو په رامنځته کولو ويلي، حکومت د روانې جګړې ګټونکی دی او له طالبانو سره د خبرو لپاره اساسي قانون د دوی سره کرښه ده.

اشرف غني په ارګ کې يو شمېر حکومت پلوو ځوانانو سره په خبرو کې ويلي، د سولې خبرو کې بايد د ځوانانو سربېره د ټولنې د ټولو قشرونو حقونه په نظر کې ونيول شي او اساسي قانون يې د سرې کرښې په توګه یاد کړی دی.

په تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې د اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړوونکي ټاکنيز ټيم لومړي مرستيال امرالله صالح هم دغې غونډې ته ويلي، يو شمېر ځوانان د سولې مسودې په اړه اندېښنه لري او اندېښنه يې پر ځای هم ده.

اشرف غني او د هغه د ټاکنيز ټيکټ لومړي مرستيال دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د تېرې فبرورۍ په ۲۹ د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاسليک شو، چې له مخې به يې ټول بهرني عسکر په څوارلسو مياشتو کې له افغانستانه وځي.

ټاکل شوې، چې د سولې تړون له لاسليکيدو وروسته د مارچ تر لسمې بین الافغاني خبرې پيل شي، خو داسې ښکاري، چې حکومتي لوری دا خبرې له خنډونو سره مخ کول غواړي.

د طالبانو د سياسي دفتر مسؤولين وايي، دوی بین الافغاني خبرو ته په چمتووالي بوخت دي، خو حکومتي لوري تر اوسه نه يوازې دا، چې د دې خبرو لپاره پلاوی نه دی چمتو کړی، بلکې وخت پر وخت داسې ادبيات کاروي، چې د سولې خبرې له خنډ او ځنډ سره مخ کولی شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

زنده باد. هیڅوک حاضر ندی چی د طالبانو حکومت ومنی ځکه چی خلکو مخکی امارت تجره کړی وو. اوس وینو چی طالبان د پنجابیانو پلانونه پلی کوی پرون د اشغال خبره وه اوس ولی دوی جنګ کوی دا ځکه چی پنجابیان په هیڅ صورت د غنی حکومت نشی تحمول کولی لدی د وجی اوس د جنګ قومانده مستقیمآ د پاکستانیانو په لاس کی ده. د جیو نیوز خبرونه واوری په خپله د هغوی فوجیان همدا خبری کوی.

پتنګ

چیرې چې لوچکان وي هلته پاک اولس او وګړي ځای نلري !

پتنګ

غني احمقه داسې درواغ وایې لکه مردار ، غل، فاحش انسان زمونږ اولس او مونږ جنګ نه غواړو مونږ له جنګه ستړي يو ! ته چې جنګ غواړې ته دالر غواړې تاسو ددالرو غله یاست داولس وینې په دالرو خرڅوۍ او دغه جنګ ستا سو روزي ده ! بل دا چې ته د قانون اساسي خبرې کوې ! کوم قانون هغه د مسلمان ملت غوښتنه ده او که د غربیانو له خواتحمیل شوی قانون ددالرو په ترازو باندي ! دا شل کاله کیږی چې له ملل متحد څخه چې یوه غیرې تولیدی موسسه ده پيسې خوري ګټه یې نشته ،… نور لوستل »

نواب

اشرف غنی وایی موژ دجگری گتونکی یو، امریکا موژ ماته کره نه طالبانو. بلکل محترمه امریکاته د سخت گذار ورکر.

جميل

احمق غلامه ! که تا سره کرښه پيژندلای ، ستا ټولی سری کرښی به شنی سی .
کوم کفری اساسی قانون چی معروفی له امريکی څخه راوړ د امريکايانو له تيښتی سره به يی اساسی قانون هم ناچله سی او ځای به يی اسلامی قانون ونيسی .
بيځايه ستونی مه شلوه ټوله افغانان دی پيژنی چی يو ليونی ، منافق ، مرتد او د اسلام ضد د کفارو غلام يی .

سرفراز

اول ته پخپله د مقاومت پر ځای د سولې او یو قوی دولت جی په هغی کی ټول انسانی حقوق د اسلامی ارزښتونو په بنآ وی تاته سره کرښه ده ځکه جی ستا اوستا په شان نیمه مسلمانان داسلامی اصولو پر بنآ ندی تربیه شوی او ستا سری کرښی به دپخوا په شان به زېړی شی او په راتلونکی نږدی ورځو کی به معلومی شی

Back to top button
6
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x